شنبه, اپریل 20, 2024
Home+زما د ناکامۍ یوه خاطره |سراج احمد حبیبي

زما د ناکامۍ یوه خاطره |سراج احمد حبیبي

په ښوونځي کې به زما د نقل تګلارې هم کله کله سر وخوړ او په کې ګیر به شوم. سر به یې هم چې وخوړ داسې سر به یې وخوړ چې د ټول عمر لپاره به يې زما د سپېڅلتیا پر لمن تور داغ کېښود. د دا ډول خاطرو یوه خاطره مې هیڅکله نه هېرېږي، هغه دا وه چې د ښوونځي په اووم ټولګي کې مې څلور نیم میاشتنۍ آزموینې وې، د زراعت د مضمون آزموینه مو د مهالوېش مطابق وانه خیستل شوه. استاد یې یو په یو د بل مضمون په آزموینه کې غږ وکړ، چې زه مو هم د زراعت امتحان نن اخلم؛ ما چې له ځان سره چورت وواهه چې سړیه مضمون ته خو آماده نه یې، راځه کور ته ولاړ شه او هغه د زراعت د نوټ کتابچه له ځان سره راوړه، هغه به تر پارچه لاندې کړې او په مفتو کې به سل نومرې یوسې.

 همداسې مې وکړل، له یوه کلیوال نه مې په سلو سوال زاریو بایسکېل واخیست، کور ته راغلم او کتابچه مې له ځان سره واخیسته او بېرته مخ پر مکتب روان شوم. بایسکېل مې ډېر تېز ځغلاوه، تر څو آزموینه نه رانه تېره نه شي. کله چې د مکتب دروازې ته ورسېدم، یو ناڅاپه له مکتب نه یو استاد پر بایسکېل سپور راباندې راووت، بایسکېلونه مو سره ټکر شول، د استاد خوار لونګۍ په یوه شوه او بایسکېل په بله، خو ښه ؤ بایسکېل یې ډېر خراب نه شو؛ راته غوصه شو، خو چې زما حالت یې ولید، د قهر ګراف یې صفر ته راښکته شو.

 ما چې کله خپل بایسکېل ته وکتل، ګلګیرونه یې په یوه، قاب یې په بله او ښکرونه یې په بله وو، په زړه کې راتېره شوه چې ځان ته خو د کار وکوت، د بایسکېل تاوان خو حتماً درنه اخلي او ستا سره پیسې هم نشته؛ ژړا راغله، خو ښه ؤ د ښوونځي نورو زده کوونکو ته یې ونه شرمولم، او اوښکې مې پر مخ رانغلې، غلی مې بایسکېل د نورو بایسکېلونو په منځ کې ودراوه او خپله د آزموینې صحنې ته ولاړم، آزموینه مو له یو څه ځنډ نه وروسته پیل شوه.

د پارچو تر راکولو څو دقیقې وروسته مې کتابچه تر پارچې لاندې کړه، خو دویم سوال ته چې ورسېدم، استاد ولیدم، راغی پارچه یې رانه واخیسته او کتابچه یې راته څیرې کړه، د آزموینې له صحنې یې وشړلم. د هغه کلیوال صنف ته مې ورغلم، او د بایسکېل کلي مې ورکړه، د بایسکېل د خرابۍ کیسه مې یې هم ورته وکړه. سړی وارخطا شو، ژر یې د بایسکېلونو پر خوا رامنډه کړه او د خپل کنډو کپر بایسکېل سرته ودرېد. خیر دې یوسي، نوره خبره یې ډېره ونه شاربله، یوازې دومره یې وویل، چې یا بایسکېل خپله جوړ کړه یا به یې زه جوړ کړم څومره پیسې مې چې پرې مصرف شوې هغه به ټولې راکړې، د پیسو د غوښتلو په وخت کې یې پنځه سوه روپۍ رانه واخیستې، نه پوهېږم چې ده به خپله څومره پرې لګولې وي!؟ خو ما دغه پنځه سوه روپۍ هم په څو قیستو کې ورکړې، ځکه څښتن مړې راسره پیدا کېدې به نه؛ خو ده به هر وخت چې زه کله له خپل پلار سره یو ځای ولیدلم، په سترګو کې پوه کړم چې که پیسې رانه کړې، بیا دې پلار ته وایم. ما به هم خوله ورته جینګه کړله چې دا کار به نه کوې، ان شاءالله پیسې دې ژر درکوم. د ده د پیسو د خلاصون سره زموږ د آزموینو نومرې هم اعلان شوې چې له بده مرغه زه په هغه مضمون کې پکې ناکام شوی وم. په پارچه کې مې په نورو ټولو مضمونونو کې نومرې ډېرې ښې وې، خو تر همدغه مضمون نه په سره قلم یوه لویه دایره راتاو شوې وه او دغه دایره یوه داسې دایره وه چې آن د تل لپاره زما تر ذهن هم راتاو شوه او هغه به یې هم د کامیابیو وادي ته نه پرېښود، خو کله کله به مې چې بخت کار وکړ، بیا به په قاچاقي لارو ترې ور تېر شو.  

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب