پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeخبرونهپینتاګون: افغان ځواکونه د خپل هیواد د ساتنې پوره وړتیا لري

پینتاګون: افغان ځواکونه د خپل هیواد د ساتنې پوره وړتیا لري

تاند(جمعه، د سرطان ۱۸) د امریکا دفاع وزارت یا پینتاګون وايي، افغان امنیتي ځواکونه په افغانستان کې د امنیت د ټینګښت لپاره د ښه هوايي ځواک په ګډون مدرنې وسلې، روزنه او کافي شمېر پرسونل لري.

­­د پینتاګون ویندوی جان کربي پرون (پنجشنبه) ناوخته همداراز وویل، پر دې سربېره د امریکا متحد ایالتونه به افغانستان ته نورې الوتکې ورکړي او د هغو ساتنې او لوژیستیک ملاتړ ته به دوام وکري.

ښاغلي کربي دا څرګندونې د افغانستان په اړه له خبریالانو سره په یوه خبري غونډه کې وکړې.

تر ده وړاندې د امریکا ولسمشر جو بایډن هم په خپله وینا کې ډاډ څرګند کړ چې د افغانستان حکومت ځان ساتلی شي او طالبان یې نه شي پرزولی.

کربي ویل، دا د افغانستان د حکومت په ارادې پورې تړاو لري چې د ټول هیواد او ملت د سوکالۍ، امنیت او سولې په خاطر د دایمي سیاسي جوړجاړي لپاره خبرې کوي او که یې نه کوي.

ده زیاته کړه«موږ د سیمې له ټولو هیوادونو هغه څه غواړو چې موږ یې د افغانانو لپاره غواړو او هغه سوله، امنیت، ثبات او د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د خبرواترو داسې پروسه ده چې د سیاسي جوړجاړي سبب کېږي. دا په افغانانو پورې اړه لري چې خپله راتلونکې په خپله معلومه کړي.»

د امریکا د دفاع وزارت ویندوی ادعا وکړه چې ايتلافي ځواکونه له ۲۰۰۱ څخه راوروسته په دې بریالي شوي چې د امریکا خاورې ته د القاعده او نورو تروریستي ډلو خطر ک کړي.

«همدا د ځواکونو د ایستلو لپاره د ولسمشر د پرېکړې لوی دلیل دی.»

ده په عین حال کې وویل چې امریکا به افغانستان له نژدې څاري چې له دغه هیواده بیا امریکا ته تروریزم سر راپورته نه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب