جمعه, اپریل 26, 2024
Home+تورې زولنې او تورې بهانې (۱۱) | عبدالرحيم مسلم دوست

تورې زولنې او تورې بهانې (۱۱) | عبدالرحيم مسلم دوست

(د پاکستان د پټو زندانونو کيسې)
کړۍ: (۱۱)
۲۵۵ – حميدالله د ارسلاخان زوی.
د باجوړ د لوی سم دی. يو ځل په ۹/۹/۱۴۲۹ هـ ق کې نيول شوی دی، بيا په تبادله کې ازاد شوی، په ۱/۱۲/۲۰۰۸ م بيا په چارسدې چوک کې نيول شوی دی، بيا په پټو جېلونو کې وهل شوی ټکول شوی او (۴۵) ورځې وروسته سنټرل جېل ته راوستل شوى دى . په (F.C.R ) کې پروت دی . د ښو اخلاقو څښتن او پياوړی ننګيالی دی . د حميدالله صاحب له عجيبو کيسو نه يوه دا هم وه چې وايي : د پاکستاني پوځي استخباراتو په پټ جېل کې د (آی ايس آی) او نورو ادارو مجرمانو راسره يو کس رادننه کړ، هغه راته وويل: راځه چې وتښتو . ما ورته وويل : څرنګه به وتښتو ؟ هغه وويل: ماته چل راځي، دروازه به پرانيزو او وبه تښتو . زه پوه شوم چې د (آی ايس آی) مجرمان غواړي چې په دې چل د تېښتې په نامه د شا له پلوه راباندې ډزې وکړي او ما ووژني. ما ورته وويل: ځه چې ځو ته مخکې شه او زه به درپسې يم . له هغه سره د زندان د کوټنۍ کونجي وه، د اوسپنېزو ډنډو له وته يې لاس تېر کړ، قلف يې پرانست، دروازه يې بېرته کړه او روان شو؛ هغه چې وواته، ما بېرته له ځان پسې ور وتاړه او قلف مې ورواچاوه . هغه چې لاړ بيا مې هله وليد چې کله کچرو ته راسره راغی او راته ويې ويل : بختور وې بچ شوې …
د (آی ايس آی) او نورو ادارو بزدلان او پاکستاني پوليس ډېر هغه بنديان د جعلي مقابلو په نامه وژني چې خلک ترې خبر وي …
۲۵۶ – مولوی عبدالمتين .
له (آی ايس آی) سره بندي ؤ، ځای يې رامعلوم نه شو .
۲۵۷ – مولوی سلطان محمد .
له (آی ايس آی) سره بندي ؤ، ځای يې رامعلوم نه شو.
۲۵۸ – ميرزا .
له (آی ايس آی) سره بندي ؤ، ځای يې رامعلوم نه شو.
۲۵۹ – ترابي .
د افغاني طالبانو وزير هم پاتې شوی دی، د (آی ايس آی) په پټ جېل کې ؤ.
۲۶۰ – مولوی عربستان د دوست محمد زوی .
د پېښورـ مېچنۍ د بنګلو دی . په ۲۱/۱۱/۲۰۰۸ م(آی ايس آی) نيولی او په پټ جېل کې ؤ.
۲۶۱ – ملکستان .
د پېښورـ مېچنۍ د بنګلو دی په ۲۱/۱۱/۲۰۰۸ م (آی ايس آی) نيولی او په پټ جېل کې ؤ.
۲۶۲ – عمران .
د پېښورـ مېچنۍ د بنګلو دی په ۲۱/۱۱/۲۰۰۸ م (آی ايس آی) نيولی او په پټ جېل کې ؤ.
۲۶۳ – سليمان شاه .
د پېښورـ مېچنۍ د بنګلو دی په ۲۱/۱۱/۲۰۰۸ م (آی ايس آی) نيولی او په پټ جېل کې ؤ.
۲۶۴ – ارشاد احمد .
د پېښورـ مېچنۍ د بنګلو دی په ۲۱/۱۱/۲۰۰۸ م (آی ايس آی) نيولی او په پټ جېل کې دی .
۲۶۵ – اقبال .
د (آی ايس آی) په پټ جېل کې ؤ، ځای يې رامعلوم نه شو .
۲۶۶ – حقاني .
د (آی ايس آی) په پټ جېل کې ؤ، ځای يې رامعلوم نه شو.
۲۶۷ – ګل محمد تيراوال.
د (آى ايس آى) او (ايم آی) په پټو جېلونوکې ليدل شوى دی.
۲۶۸ – محمد يوسف د ميا قمبر علی زوی .
د سوات ، مټې پيوچار دی . په ۲۲/۱۱/۱۰۰۶ م نيول شوی دی، د (آی ايس آی) په پټ جيل او سنټرل جېل کې ليدل شوی دی او سخت تعذيب ورکول شوی دی.
۲۶۹ – شريف الله .
د ننګرهار د غني خېلودى. درې کاله بې ګناه او بې پوښتنې د (آی ايس آی) په جېلونو کې کړېدلی دی.
۲۷۰ – عبدالحليم صفدر .
د (آى ايس آى) او (ايم آی) په پټو جېلونوکې ليدل شوى دی، ځای يې رامعلوم نه شو.
۲۷۱– محمد يوسف .
يو جاسوس ورته ټيلفون کړی ؤ او د دوستۍ په جامه کې يې (آی ايس آی) ته په لاس ورکړی ؤ، بيا ورک شو، ځای يې رامعلوم نه شو.
۲۷۲ – د باجوړ يو کس چې نوم يې معلوم نه شو؛ خو په اسلام آباد کې د (آی ايس آی) په جېل کې له تعذيب لاندې ؤ .
۲۷۳ – يو ملګری وايي:په ايبټ آباد کې د (آی ايس آی) په پټ جېل کې يو وزيرستانی ډاکټر ؤ .
۲۷۴ – حاجي سيدکلام .
د متنو د ادېزو يو سپين ږيری ننګيالی دی، د (آی ايس آی) او (ايم آی) په پټو جېلونوکې کړېږي .
۲۷۵ – مولوي صاحب رحمت الله .
د ننګرهار دکوټ د جبې يوپياوړی، نوميالی او د ښوا خلاقو څښتن عالم دی، د (آی ايس آی) مجرمانو نيولی او په پټوجېلونوکې ورک دی.
۲۷۶: مسعود جنجوعه .
د (آی ايس آی) او (ايم آی) په پټو جېلونو کې ليدل شوی او ورک شوی دی.
۲۷۷ : فضل هادي.
د سوات دی او د (آی ايس آی) په پټو جېلونو کې ليدل شوی دی.
۲۷۸ : ملا عبد الغني برادر .
د افغان طالبانو مشهوره څېره ده، ويل کېږي چې د (آى ايس آى) او (ايم آی) په پټو جېلونوکې بندي و او ځينې يې دروغ ګڼي والله اعلم.
۲۷۹ : ملا عبيدالله د افغان طالبانو وزير ؤ چې د (آی ايس آی) مجرمانو په پټو جېلونوکې شهيدکړ .
۲۸۰ : مسعود کوثر د (آى ايس آى) او (ايم آی) په پټو جېلونوکې ليدل شوى دی، ځای يې رامعلوم نه شو.
۲۸۱ : محمد خليل د سوات ؤ او د (آی ايس آی) او (ايم آی) په پټو جېلونوکې ليدل شوی دی.
۲۸۲ : ناصرالله د سوات ؤ او د (آی ايس آی) او (ايم آی) په پټو جېلونوکې ليدل شوی دی.
۲۸۳ : محمد سليم د سوات ؤ او د (آی ايس آی) او (ايم آی) په پټو جېلونوکې ليدل شوی دی.
۲۸۴ : اصغرشاه د سوات ؤ او د (آی ايس آی) او (ايم آی) په پټو جېلونوکې ليدل شوی دی.
۲۸۵ : اخونزاده د سوات ؤ او د (آی ايس آی) او (ايم آی) په پټو جېلونوکې ليدل شوی دی.
۲۸۶ : ياسين شاه د سوات ؤ او د (آی ايس آی) او (ايم آی) په پټو جېلونوکې ليدل شوی دی .
دا ټول هغه بنديان دي چې مونږ ته يې نومونه را څرګند شوي دي. نور په زرونو هغه بنديان چې(آی ايس آی)، (ايم آی) او د پاکستان نورو استخباراتي ادارو په پټو جېلونو کې پټ کړي او وژلي دي؛ هغه په دې سربېره دي.
د پاکستاني استخباراتو په پټو جېلونوكې ترپنځه څلوېښت زرو (۴۵۰۰۰) زيات سياسي بنديان دي، چې يواځې بلوچان پكې ترشلو زرو زيات دي. دا هغه بېلتون غوښتونكي پتيالي بلوچان دي چې خپل حق او آزادي غواړي، نه په پاكستان اعتراف كوي او نه پنجابي چارواکو ته غاړه ږدي. دا هغه ننګيالي، مېړني، توريالي او پتمن خلك دي، چې د خپلواكۍ توغ يي پورته كړى دى او د پاكستاني چارواکو غلامي نه مني . بلوچ آزادي غوښتونكي ننګيالي د (آى ايس آى)، (ايم آی) او نورو پټو ادارو په پټو جېلونو كې تر سخت تعذيب لاندې دي، زيات يې په دې جېلونوكې شهيدان شوي دي. او ډېر اوس هم په پټو جېلونوكې د خپلو حقوقو د غوښتلو په جرم كړېږي او ربړېږي. آفرين دې وي په داسې ننګياليو چې سرونه يې غوڅ شول؛ خو پنجابي چارواکو ته ټيټ نه شول.
په پټوجېلونو کې ښځينه بنديانې
د (آى ايس آى) (ISI) او نورو پټو ادارو په پټو جېلونو کې ډېرې ښځينه بنديانې هم شته چې دردوونکي او بوږنوونکي تعذيبونه او حالات پرې تېرېږي. څه پکې د تعذيب په دوران کې وژل شوې هم دي . وهل ټکول، د نوکانو ايستل، په اور داغل، غاښونه ماتول، بدن برمه کول، ځوړندول، بې خوبه کول، بربنډول، بې پته کول، جنسې تېرى او نور ډول ډول هغه بوږنوونګي تعذيبونه دي، چې د پاکستاني استخباراتو (آى ايس آى) (ايم آی) او نور مجرمان يې له پاکلمنو او پتمنو ښځو سره کوي. ډېرې ښځې له زنا څخه په جېلونو کې لنګې شوې دي او بچي يې د (آى ايس آى) مجرمانو د (ايدي) مؤسسې په زانګوګانو کې پټ په پټه اچولي دي او ډېرو پتمنو له ډېره غمه ځانونه وژلي دي.
د (آى ايس آى) په پټو جېلونو کې د هر ځاى ښځې شته، چې زياتې يې بلوچانې دي .پښتنې، عربانې، اوزبکانې اونورې هم پکې شته.
دا ښځې په پټو جېلونو کې دي چې په پېښور، اسلام اباد ، لاهور، بهاولپور او نورو ځايونو کې دي.
په دې پټو جېلونو کې چې کومې ښځې دي، په هغو کې تر اوسه ددې څو ښځو نومونه مونږ ته معلوم شوي دي:
١- روبينه .
٢- زينب .
٣- راضيه .
٤- سارا.
٥- ډاکټره عافيه (صديقي) چې بيا يې په امريکايانو وپلورله.
۶ – ګل پري .
۷ – نصرت .
۸ – فاطمه .
۹ – فرحت .
۱۰- خديجه.
۱۱- زاهده.
۱۲- مريم.
۱۳- رافين.
د پاکستا د طالبانو د امير (مولانا فضل الله) صاحب محترمه او پتمنه مور د (آی ايس آی) په پټ جېل کې ووژل او شهيده شوه .
د پېښور د متنو بوډا حاجي سيدکلام پخپله هم له لسو کالو راهيسې د (آی ايس آی) او (ايم آی) په پټو جېلونو ورک دی او د هغه د پتمنې کورنۍ دوه ښځې له درې ماشومانو سره د (آی ايس آی) مجرمانو په پټو جېلونو کې ساتلې وې.
ډاکټره عافيه (صديقي) هغه ښځه ده چې مونږ يې په (ماتې زولنې) کتاب کې نمبر ليکلى دى، هغه وخت يې مونږ ته نوم معلوم نه ؤ او نمبر يې راته معلوم ؤ، نو ځکه مو د هغې نوم نه ؤ ليکلى؛ خو کله چې امريکې ته انتقال شوه، نو معلومه شوه چې هغه عافيه صديقي وه.
عافيه صديقي يوه ډېره پوهه پاکستانۍ ډاکټره ده، چې په امريکا کې هم پاتې شوې ده. کله چې پاکستان ته راغله؛ نو دکراچۍ په هوايي ډګر د (آى ايس آى) مجرمانو له بچو سره ونيوه او امريکايانو ته يې وسپارله. هغوی ددوی په مخکې د نورو بنديانو غوندې بربنډه الوتکې ته وخېژوله، څه وخت په باګرام کې وه او بيا په امريکا کې جېل ته ولېږل شوه.
د (آى ايس آى) او نورو ادارو مجرمان تل د خپلو جرمونو د پټولو کوښښ کوي او ټولې نړۍ ته په سترګو کې خاورې اچوي.
د (آى ايس آى) مجرمانو په ښځينه بنديانو کې څه امريکا ته حواله کړې دي، څه يې وژلې دي او څه لا ورسره اوس هم په پټو جېلونو کې پرتې دي او کړېږي.
نور بيا

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب