سه شنبه, مې 7, 2024
Homeخبرونهامریکا وايي، راتلونکې میاشت له افغانستانه خپل ترجمانان باسي

امریکا وايي، راتلونکې میاشت له افغانستانه خپل ترجمانان باسي

تاند(جمعه، د سرطان ۸) سپینې ماڼۍ اعلان وکړ چې راتلونکې میاشت به زرګونه افغان ترجمانان او د هغو د کورنیو غړي مخکې تر دې له افغانستانه وباسي چې درست امریکايي پوځیان له دې هیواده ووځي.

د سپینې ماڼۍ مطبوعاتي رييسې جین ساکي د پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل «د امریکا حکومت په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د ماموریت تر بشپړېدو مخکې د افغان ترجمانانو د ایستلو عملیاتو ته تیار دی.»

خو دې ونه ویل چې افغان ترجمانان به دقیقاً کومه ورځ ویستل شي او چیرې به ځای پر ځای شي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې وویل چې د امنیتي ملحوظاتو په خاطر نه وايي چې افغان ترجمانان او د هغو د کورنیو غړي به په کوم هیواد یا سیمه کې دېره کړل شي.

مخکې په ځینو راپورونو کې ویل شوي و چې دا کسان به په قطر کې مېشت کړل شي. خو ګڼ نور به امریکا ته ولېږل شي.

پرون (پنجشنبه) وال ستریټ ژورنال راپور ورکړ چې امریکا غواړي افغان ترجمانان او د هغو د کورنیو غړي په متحده عربي اماراتو، قطر او ګوام کې ځای پر ځای کړي.

د ورځپاڼې پر اساس، دا ترجمانان به تر هغو په دغو سیمو کې وي چې د امریکا د وېزې پروسه یې بشپړېږي.

د افغان ترجمانانو شمېر شاوخوا ۱۵ زره ښودل شوی او ویل کېږي چې د کورنیو له غړیو سره یې شمېر نژدې ۵۰ زرو ته رسېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب