جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+افغان لوبغاړي پاکستان سره لوبو ته دوهم روزنیز کمپ پيلوي

افغان لوبغاړي پاکستان سره لوبو ته دوهم روزنیز کمپ پيلوي

تاند ( دوشنبه، د سرطان ۱۴) افغان کرکټ بورډ د پاکستان پر وړاندې لوبو ته د چمتووالي په موخه د ملي لوبډلې د دوهم روزنیز کميپ لوبغاړي اعلان کړل.

کرکټ بورډ وایي، په دې لېست کې شامل لوبغاړي به د راتلونکو نړيوالو يو ورځنيو لوبو لپاره د تياريو په موخه د روزنیز کمپ برخه وي.

 د سرچینې په حواله دا کمپ روانه اونۍ په کابل کې پيليږي.

د هغو لوبغاړو نوملړ په دې ډول دی، چې په دې کمپ کې به لوبېږي.

« حشمت الله شهیدي، رحمت شاه، رحمن الله ګربز، فرهان ذاخېل،  ګلبد الدین نائب، شرف الدین اشرف، عظمت الله عمرزی، عثمان غني، صدیق الله اتل، اکرام علي خېل، منیر احمد کاکړ، فضل الحق فاروقي، سید شیرزاد، وفادار مومند، فریدملک ، عبدالله عادل، سلیم صافی، یمین احمدزی، ضیاءالرحمن شریفي، عبدالرحمن،عبدالویس، نور احمد لکڼوال، ظاهرخان پکتین، حمزه هوتک، نجات مسعود، یوسف ځاځی،شاهد کمال او شمس کړوخېل».

د دې نوملړ اعلان سره سم په ټولنیزو رسنیو کې ورزشي خبریالانو هم سختې نیوکې درلودې.

دوی وایي په دې لېست کې هغه لوبغاړي نه لیدل کېږي، چې وړتیا یې لري او له کرکټ بورډ نه غوښتنه کوي، چې وړ لوبغاړو باندې کار وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب