جمعه, فبروري 6, 2026
Home+وېسټ انډيز ښځينه لوبډلې پاکستانۍ لوبډله ماته کړه

وېسټ انډيز ښځينه لوبډلې پاکستانۍ لوبډله ماته کړه

تاند ( دوشنبه، د سرطان ۱۴) د پاکستان او وېسټ انډيز ښځینه ملي لوبډلو ترمنځ ۳ مه شل اوره لوبه ویسټ انډيز په ۶ وېکټو وګټله.

پاکستانۍ لوبډلې د لوبې پچه وګټله او لومړی یې توپ وهنه وکړه.

یادې لوبډلې په ټاکلو شلو اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۰۲ منډې وکړې او وېسټ انډیز ته یې د ۱۰۳ منډو هدف ورکړ.

پاکستان لپاره تر ټولو ډېرې ۲۹ منډې عالیه ریاض وکړې او وېسټ انډیز لپاره بیا لوبډلمشرې سټیفانو ټایلر ۴ لوبغاړي وسوځول.

وېسټ انډيز ښځینه لوبډلې ټاکل شوی هدف په شلم اور کې د ۴ لوبغاړو په زیان پوره او لوبه یې د ۶ لوبغاړو په شتون کې وګټله.

وېسټ انډیز ته لوبډلمشرې د ښې توپ اچونې تر څنګ په زړه پورې ۴۳ منډې هم وکړې او د لوبې غوره لوبغاړې شوه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...