جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+انګلستان د پاکستان پر وړاندې لوبو ته لوبډله اعلان کړه

انګلستان د پاکستان پر وړاندې لوبو ته لوبډله اعلان کړه

تاند ( دوشنبه، د سرطان ۱۴) د انګلستان کرکټ بورډ له پاکستان سره د یوه ورځینو لوبو لپاره ۱۶ کسیزه لوبډله اعلان کړه.

د انګلستان په لوبډله کې: « لوبډلمشر اوین مورګن، معین علي، جوني بیرسټو، ټام بینټن، جو روټ، عادل رشید، سیم بلنګز، لیام ډاوسن ، جارج ګارټن ،جیسن رای، ټام کرن، لیام لیوینګسټن او سام کرن دي».

بل لوري ته چټک توپ اچونکي بیا ډیویډ ولي، مارک ووډ او کریس ووکس دي، چې په لوبډله کې ځای ورکړل شوی دی.

د یادونې ده، چې د انګلستان او پاکستان ترمنځ به د یوه ورځینو لوبو لړۍ د روانې جولای میاشتې په ۸مه نیټه پيل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب