Homeخبرونهبایډن : د کورونا له مرګوني ويروس به ژر د امریکا ازادي...

بایډن : د کورونا له مرګوني ويروس به ژر د امریکا ازادي اعلان کړم

تاند ( دوشنبه، د سرطان ۱۴ مه ) د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن وایي ژر به یې هېواد د کرونا وبا له شره ازاد کړي.

نوموړي چې د امریکا د ازادۍ په مناسبت په جوړو شوو مراسمو کې یې خبرې کولې وویل چې امریکا به بیا هېڅکله د ۲۰۲۰ کال محدودیتونو ته ستنه نه شي.

د هغه په خبره امریکا په نږدې میاشتو او اونیو کې د تل لپاره د کرونا ویروس له شره د خلاصېدو په حال کې ده.

بایډن ویلي چې د کرونا ویروس د واکسین له وېش سره هممهاله ددغه ویروس له امله د مړینو په کچه کې ۹۰ سلنه کموالی راغلی دی.

هغه ویلي په دې برخه کې یې پر خپلو ژمنو عمل کړی دی او ژر به د امریکايي وګړو د ژوند او مصونیت په برخه کې پراخ بدلونونه راشي.

بایډن داسې مهال واک ته ورسېد چې په ټوله امریکا کې د کرونا وبا له امله قرنطین و او دغه ویروس د پراخېدو په حال کې و.

خو اوس ددغه هېواد اکثره ایالتونه عادي ژوند ته راګرځېدلي او محدودیتونه پکې له منځه وړل شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...