جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهامریکا افغانستان کې د استخباراتي عملیاتو او بې پيلوټه الوتکو د عملیاتو...

امریکا افغانستان کې د استخباراتي عملیاتو او بې پيلوټه الوتکو د عملیاتو پر طرحه کار کوي

تاند ( دوشنبه، د سرطان ۱۴ مه ) راپورونه وایي، امریکا په افغانستان کې د بې پيلوټه الوتکو او استخباراتي عملیاتو پر څرنګوالي او طرحو بحثونه پيل کړي دي.

امریکايي رسنۍ وایي د بایډن اداره، په تېره بیا امنیتي ادارې پر دې کار کوي چې څنګه کولی شي چې د سرتېرو تر وتلو وروسته د بې پیلوټه الوتکو په مرسته په افغانستان کې احتمالي ګواښونه له منځه یوسي او له دغه هېواد نړیوالو ته پېښېدونکي ګواښونه ختم کړي.

د بایډن حکومت ته نږدې سرچینو رسنیو ته ویلي چې ښایي په پرمختللې توګه د بې پيلوټه الوتکو پر مټ په افغانستان کې وضعیت وڅارل شي او هغه ډلې او کسان به په نښه کېږي چې ترهګریز فعالیتونه ترسره کوي او یا هڅه کوي نړیوالو ته خطرونه جوړ کړي.

د امریکا د استازو مجلس غړو هم رسنیو ته ویلي چې ښایي امریکا د ځان او ملګرو د امنیت لپاره په افغانستان کې اغېزناکې طرحې وړاندې کړي.

استازي وایي تر ټولو ښه لار دا ده چې له یوه بل هېواد په افغانستان کې وضعیت و څارل شي.

دا په داسې حال کې ده چې امریکايي ځواکونه له افغانستان وتلي خو په هېواد کې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ جګړې اوج ته رسېدلي او په ترڅ کې یې د دواړو لوریو تر څنګ د ملکي وګړو د مرګ ژوبلو راپورونه ورکول کیږي.

د دې ترڅنګ د افغانستان ولسي جرګې غړو نن د دغه جرګې په عمومي غونډه کې د خبرو پر مهال وویل چې امریکا په لوی لاس په افغانستان کې جګړې پراخوي او غواړي منځنۍ اسیا ته خطرونه جوړ کړي.

دوی په خپلو خبرو کې وویل چې امریکایان له افغانستان نه دي وتلي بلکې د ترهګرو ډلو تر څنګ ولاړ دي او جګړو ته یې ادامه ورکړې ده.

د دوی په وینا امریکا دلته په دې لټه کې ده چې جګړې پراخې شي او منځنۍ اسیا ته له دې ځایه ترهګرۍ ډلې لار پیدا کړي.

د ولسي جرګې ځینو غړیو پر طالبانو هم غږ وکړ چې د سولې له پروسې سره یو ځای شي او په خبره یې د امریکا د پلانونو ښکار دې نه ګرځي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب