جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهد افغان پوځ عملیات: دفاع وزارت وايي، ۲۴ ساعتونو کې ۲۴۴ وسله...

د افغان پوځ عملیات: دفاع وزارت وايي، ۲۴ ساعتونو کې ۲۴۴ وسله وال طالبان وژل شوي

تاند (دوشنبه د سرطان ۱۴) د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي د تېرو ۲۴ ساعتونو پر مهال د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ۳۸۵ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دفاع وزارت نن دوشنبه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، افغان ځواکونو په لغمان، پکتیکا، کندهار، زابل، بادغیس، فراه، هلمند او کاپیسا ولایتونو کې د طالبانو پر ضد عملیات کړي چې پر مهال یې ۲۴۴ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۴۱ نور ټپیان دي.

د خبرپاڼې له مخې د دغو نښتو او عملیاتو پر مهال د دولت د مخالفینو یوه اندازه وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.

ورته مهال د ملي دفاع وزارت ویاند وايي چې نوي کمانډو ځواکونه پرون ناوخته د بدخشان په مرکز فیض‌اباد کې ځای پر ځای شول او د ولسي پاڅون کوونکوو په ملاتړ به پراخ عملیات پیل کړي.

ښاغلی امان زیاته کړې، “د دغو ځواکونو هدف د بدخشان د خلکو د سرومال ساتنه ده او طالبانو ته به اجازه ورنه‌کړي چې خلکو ته زیان ورسوي.”

خو طالبانو بیا ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د بدخشان لږترلږه پنځه ولسوالۍ د دوی لاسته لوېدلي او په دې توګه د هغو ټولو ولسوالیو شمېر چې دې ډلې په وروستیو څو اوونیو کې نیولي، ۱۷ ته ورسېد.

خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین بیا پرون وویل چې د یو شمېر ولسوالۍ له ځینو سیمو افغان ځواکونه بل ځای ته تللي چې دا د سقوط په معنی نه ده.

د ښاغلي آرین په خبره، طالبان د هېڅ‌ ولسوالۍ د ساتلو وړتیا نه ‌لري او غړي یې په لېرې پرتو سیمو کې په پاشل شوي ډول پراته دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند وايي، هغو سیمو کې چې طالبانو پرمختګ کړی، شتون یې لنډمهالی او تل ‌‌پاتې نه دی.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب