پنجشنبه, اکتوبر 3, 2024
Homeخبرونهدفاع وزارت: بدخشان ولایت ته تازه دمي کمانډو ځواکونه رسېدلي

دفاع وزارت: بدخشان ولایت ته تازه دمي کمانډو ځواکونه رسېدلي

تاند ( دوشنبه، د سرطان ۱۴) دفاع وزارت وايي، چې د بدخشان مرکز فیض آباد ښار ته تازه دمي کمانډو ځواکونه رسېدلي او د وسله والو طالبانو پر وړاندې یې عملیات پیل کړي دي.

یاد وزارت زیاتوي چې بدخشان کې د خلکو د امنیت له پاره په کافي اندازه ځواکونه شته او په دې اړه هېڅ راز اندېښنه نشته.

دفاع وزارت داسې مهال یاد ولایت ته د تازه دمو کمانډو ځواکونو د رسېدو خبر ورکوي، چې په یاد ولایت کې په دې وروستیو څو ورځو کې جګړه ډېره شدیده شوې ده.

تازه طالبانو د یاد ولایت د مایمی ولسوالۍ د نیولو خبر ورکړی دی.

دفاع وزارت دغه راز په یوه بله خبرپاڼه کې ویلي، چې د تېرو ۲۴ ساعتونو پر مهال په ټول هېواد کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ۳۸۵ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

سرچینه زیاتوي، دا عملیات  افغان ځواکونو په لغمان، پکتیکا، کندهار، زابل، بادغیس، فراه، هلمند او کاپیسا ولایتونو کې د طالبانو پر ضد ترسره کړي چې پر مهال یې ۲۴۴ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۴۱ نور ټپیان دي.

بل لورته بیا طالبانو په دې تړاو څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب