دا بې انصافي ده چې ملایان، یا د کوم بل مسلک خاوندان، په یو غشي وویشتل شي، او ښه او بد ېې په یو ځای محکوم شي.
ښه مې په یاد دي چې د تفسیر په دورو کې به زموږ شیخانو د ناکاره قید له ملایانو او پیرانو سره ذکر کاوو، ناکاره ملایان او پیران، به یې ویل.
خو د ملا او پیر نقد د دین نقد نه دی.
په قرآن کې چې کوم شکایتونه له ملایانو او پیرانو نه شوي (ان الذین اوتوا الکتاب یعنې غټ غټ ملایان او ان الذین اوتوا نصیبا من الکتاب یعنې واړه واړه ملایان، اخوندان او احبار او رهبان) له عادي وګړو دومره شکایتونه نه دي شوي.
که څوک وایي: هغه خو د پخوانو امتونو ملایان وو؛ نو رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکړی چې تاسو به د پخوانو اهل کتابو په قدم ځئ ان که دوی د سیمسارې غار ته ننوتي وي نو تاسو به هم ورپسې ننوزئ.
هدف او نتیجه: نجات او حقانیت په ملاتوب کې منحصر نه ډی، بلکې نجات او حقانیت په ایمان او نیک عمل پورې تړلي.
تر دې زیاته د حیرت فتوا لا دا ده چې وایي: د ملا په بد ګڼلو کافر شوې.
وانصاف داره د هر چا د بد ګڼلو او ښه ګڼلو حیثیت ته اعتبار دی، که مسلمان د مسلماني په خاطر څوک بد وګڼي او یا ملا د دین د علم په خاطر بد وګڼي، نو د دې لپاره چې د اسلام دین ېې بد ایسي، کافر کیږي، همداراز که څوک کافر د کفر لپاره او د کفر په اعتبار ښه وشماري کافر کیږي؛ ځکه کفر ېې ښه ایسي، خو که څوک کافر په هغه کې د یو نیک صفت لپاره ښه وګڼي، په دې نه کافر کیږي.
همدا راز که څوک یو مسلمان او یا په مسلمانانو کې یوه طایفه د یو بد صفت له کبله بده وګڼي نه یوازې دا چې نه کافر کیږي بلکې د وینا د صدق او د نیت د خلوص په پیمانه ماجور ګرځي، رسول الله صلی الله علیه وسلم به ویل: ما بال اقوام یفعلون کذا وګذا.
ملایان هم په دې کې راتلای شي، طمع، مفت خوري، سوال، عقده مندي، تکفیر، تفسیق، د اجتهادي مسایلو په سر یو تر بله دښمني، د مسلمانانو تر منځ په وړو خبرو بې اټفاقي اچول، قتل، د عامه شتمنویو نابودول، ژر پلورل کیدل او د نورو شرعا او عرفا بدو مواصفاتو لپاره که څوک بل څوک بد وګڼي، نو دا د ګناه کار نه دی. بلکې عین صواب او ثواب دی.
تر هغو چې دین او په دین خوړونکي او استفاده جویان، سره جلا نه شي، ښو ته ښه او بدو ته بد ونه ویل شي، نو عام خلک به د ملایانو کړنې د دین صفات ګڼي، او د ملایانو بد صفتونه او په دوی تورونه به د دین صفتونه او په دین تورونه شماري، او داسې دین ته بیا نه څوک توجیه پیدا کولی شي او نه څوک براءت ورکولی شي.
ښه لاره دا ده چي له پیامبرانو او عام امت پرته، هیڅ څوک معصوم او له نقد نه پورته ونه ګڼل شي. نو یواځې پیامبران هر یو معصوم دي، او د اسلام امت په مجموعي توګه له ګمراهۍ بچ دی، پاته شو افراد، د ملا او امي په شمول، له نقد نه پورته نه دي.
والله اعلم
والله اعلم
ملا نصرالدین د جمعې په ورځ یو کیلو غوښه راوړه او میرمنې ته یې وویل چې زه لمانځه ته ځم او زما تر راتلو دا غوښه پخه کړه چې ډیر وږی یم!!!!!!! ملا لمانځه ته ولاړ او میرمنې یې د غوښې په پخولو پیل و کړ، غوښه یې دیګ ته واچوله او په لړلو او څکلو یې پیل وکړ او وخت په وخت یې یوه دوه ټوټې خوړلې چې وګوري پخه شوې ده که نه!
غو ښه په څکلو کې کمه شوه او میرمن وډار شوه چې ملا به به په قهر شي چې نوره غوښه څه شوه؟، راځه ټوله وخوره او ملاته ووایه چې ستا دتګ سره سم غوښه پیشو یوړه ا ویې خوړه! کله چې ملا راغی نو میرمنې ته یې وویل چې غوښه راوړه! هغې د پلان سره م ورته وویل چې غوښه خو پیشو و خوړه!!!!!! ملا ورته وویل کومې پیشو؟ میرمنې ورته وویل دغې زمونږ پیشو!!! ملا ټوپ کړل او پیشو یې راونیوه او میرمنې ته یې و ویل چې تله راوړه! میرمن یې تله ورته راوړه او ملا پیشو و تلله او پوره یو کیلو وخته! ملا میرمنې ته مخ ور واړاوو او ویې پوښتل: که دا پیشو وي نو غوښه څه شوه ؟ او که دا غوښه وي نو پیشو څه شوه؟
اوس زما پښتنه داده چې که دا اسلام وي چې زمونږ په خلکو انسټال دی نو کفر څه ډول وي؟ اږ ګه دا کفر وي نو اسلام چیرې دی؟