شنبه, مې 18, 2024
Home+د کارکوونکو په ارزونه کې توپیریز چلندونه

د کارکوونکو په ارزونه کې توپیریز چلندونه

 Rater- Biases

لیکوال: عبدالصبور بالاکرزی  

د یوې ادارې تر ټولو ارزښتمنه شتمني انساني پانګه ده. د دې پانګې په سالمه استفادې اداره نه یوازې خپلو ټاکل سویو موخو ته په لنډ وخت او کمو منابعو سره رسیږې، بلکې د ادارې د ستراتیژیکې بقا ترڅنګ د اړوندو مشتریانو د رضایت د حصول توان ور بخښي. البته د مالي، تخنیکي او نه لمس کېدونکو پانګو اهمیت هم د ارزښت وړ او نه هېريدونکی دی.

د انساني سرچینو د مدیریت د علم له مخې ټولې ادارې اړې دي چې د خپلو کارکوونکو د ترسره کړیو فعالیتونو ارزونه ترسره کړي چې په مسلکي شکل دې چارې (performance appraisal) ویل کېږي، کیدلای سي چې د ارزونې پایله مثبته او یا هم منفي اوسي.خو ځینې وختونه د مختلفو لاملونو له مخې  په شعوري او ناشعوري بڼه په ارزونه کې لاندې توپیریز چلندونه محسوسیږې، چې په اداره کې د انساني سرچینو اړوند مسئولین باید دې چارې ته لازمه پاملرنه وکړي:

1: The Halo Effect 

د توپیریز چلند څخه زیږنده دا ډول ارزونه هله محسوسیږې، چې ارزونکی تر ارزونې لاندې کارکوونکي د یوې کړنې په خاطر د کارکوونکې ټولې کړنې مثبتې وارزوي. څرنګه چې دا ډول ارزونه په اداره کې نه یوازې د نورو کارکوونکو کاري روحیه ځپي، بلکې نوموړی کارکوونکی په راتلونکې کې لټ او سست اموخته کوي .

2: The Horns Effect

دا مدیریتي ګړنه د پورتې ګړنې بر خلاف د د توپیریز چلند څخه زیږنده هغه ارزونه  راسپړي چې د کارکوونکي د یوه ناخوښ اداري فعالیت په وجه ارزونکی د نوموړي کارکوونکي ټوله ارزونه منفي ترسره کړي. دا ارزونه د نورو جانبي عوارضو تر څنګ په کارکوونکي کې د کاري انتقام جذبه تقویه کوي. 

3: The Leniency Bias بې ځایه نرمي     

د ارزونې د توپیریز چلند په دې بڼه کې ارزونکی د افراطي نرمۍ څخه کار اخلي. بې له دې چې د کارکوونکې مثبت او منفي نقاط ارزیابي کړي، پوره نمرې ورکوي چې دا ارزونه د اداري موخو په تحقق کې د کارکوونکي مولدیت بطي کوي.

4: The strictness Bias بې ځایه سختي     

 ارزونکي د ارزونې په دې بڼه کې د نامطلوبې سختۍ څخه کار اخلي. ددې پر ځای چې د کارکوونکي ترسره سوې فعالیتونه بې پرې او منصفانه وارزوي، د نمرو په ورکولو کې يې لاس نیولی وي. چې دا ارزونه له یوې خوا کاري قوه پر خپلو ترسره کړیو کړنو پښیمانوي، بلکې نور یې هم د تکاهل سبب کېږي.

5: The Recency Bias وروستۍ کړنه مد نظر نیول    

په دې ارزونه کې رامنځته کېدونکی توپیریز چلند هغه وخت محسوس کېږي چې د بشري سرچینو مسئولین د کارکوونکي د  تازه دمه تخطي/ لاسته راوړنې سیوری د نوموړې پر ټولو کړنو وغوړوي. بې له دې چې د کارکوونکي ټوله کړنې تر نظر تېرې کړي، یوازې وروستی نامطلوب/ مطلوب حالت ته په تورم قایلیږي او د کارکوونکي ټوله ارزونه د همغه په اساس کوي. 

6: The Similar-To-me Effect (زما په شانې اوسه!)

 کاري قوه هغه وخت نوره بدبخته کېږي چې د انساني سرچینو مسئول ارزونکی فکر وکړي چې تر ارزونې لاندې کارکوونکی باید زما په شانې اوسي. د ارزونې په جریان کې د دې رامنځته کېدونکې توپیریز چلند د منفي اغیزو څخه یوه داده چې کارکوونکی د اداري ارزښتونو او معیارونو سره د تطابق پر ځای اړ ویستل کېږي چې د ارزونکي ناقص معیار باندې ځای و پسوللوي.

د کاري قوې د ترسره کړیو کړنو د ارزونې په جریان کې پورته  ترسره کېدونکې توپیریز چلندونه د تولیدي ، خدماتي او دولتي ادارو له پاره زیانمن او د ټاکل سویو موخو په تحقق کې مانع ګرځي. ددې له پاره چې د ادارې نورمال مسیر د خنډ و ځنډ سره مخامخ نسي، د انساني سرچینو مسئول چارواکې باید د کاري قوې د سالم کاري استقامت په موخه پورته شعوري او لاشعوري توپیریز چلندونو ته اړینه او کافي پاملرنه مبذوله کړي، تر څو مخه يې نیول سوې وي.   

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب