جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهنړیوال بانک له افغانستان سره د ۱۳۲ میلیونه ډالرو مرستې اعلان وکړ

نړیوال بانک له افغانستان سره د ۱۳۲ میلیونه ډالرو مرستې اعلان وکړ

تاند ( جمعه، د سرطان ۴ مه)  نړیوال بانک له افغانستان سره د خپلو مرستو پر دوام دا ځل د ۱۳۲ میلیونه امریکایي ډالرو مرستې اعلان کړی دی.

له دغې بانک څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې دا بلاعوضه مرسته تېره ورځ ناوخته تصویب شوې ده.

په اعلامیه کې همدا راز راغلي، دا مرسته شوې پیسې به د دولتي ادارو د لګښتونو پر ښه کېدو، د حکومتدارۍ پر پیاوړتیا او د اصلاحاتو پر بنسټونو ولګول شي.

په دې اعلامیه کې زیاته شوې چې د افغانستان د بیارغونې له صندوق سره به هم ۳۰۰ میلیونه ډالر مرسته وشي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم نړیوال بانک په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره مرستې کړې دي.

عام افغانان هم د نړېوال بانک دې مرستې ته خوښ دي خو د مرسته شوو پیسو پر سم لګښت ټینګار کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب