جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهکونړ کې د ۱۱ بهرنیو په ګډون ۲۸ طالبان وژل شوي

کونړ کې د ۱۱ بهرنیو په ګډون ۲۸ طالبان وژل شوي

تاند (جمعه د سرطان ۴مه) د کونړ امنیتي چارواکي وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په اسمار او غازي اباد ولسوالیو کې یې د ۱۱ بهرنيو په ګډون ۲۰ طالبان وژلي او اته یې ټپیان کړي دي.

د یاد ولایت د امینه قومانداني ویاند فریدالله دهقان ویلي: “د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په توپچي او هوايي بریدونو کې د کونړ د اسمار ولسوالي د ډپبروړو، ډپ خوړ او د غازي اباد ولسوالي د ترناب په سېمه کې شل تنه وژل شوي چې په دې کې ۱۱ تنه بهرني او نور داخلي طالبان دي او اته تنه يې ټپیان شوي دي. “

دهقان ویلي، له تېرې یوې اوونۍ راهیسې په اسمار او غازي اباد ولسوالیو کې وسله والو طالبانو د ناړۍ او اسعداباد ترمنځ لاره تړلې چې افغان ځواکونو د یادې لارې د خلاصون لپاره د طالبانو پر ضد سخت چاڼیز عملیات پیل کړي دي.

دی وايي، له یادې لارې يې ګڼ ماینونه او موانع لري کړي او په وینا یې یوې اوونۍ کې يې ګڼو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د سرچینې په خبره په یادو عملیاتو کې افغان لوري ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

لامالومه نه ده چې وژل شوي بهرني طالبان د کوم هېواد اړوند دي، خو په دې وروستیو کې افغان ځواکونو په مخامخ جګړو کې ګڼ شمېر پاکستاني طالبان وژلي، ټپيان کړي او ژوندي نیولي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب