شنبه, مې 18, 2024
Home+د حکومتونو او نظامونو د بقا لپاره رسنۍ ولې مهمې دي!!؟

د حکومتونو او نظامونو د بقا لپاره رسنۍ ولې مهمې دي!!؟

شریف الله ځيرک

د رسنیو او مطبوعاتو نقش په ملي، سیمه ییزه او نړیواله کچه دومره اغیزمن دی چې ځنې مواردو کې یې دغه نقش د حکومت له درې ګونو قواوو هم مهم ګڼل کیږي. ځکه رسنۍ د دغو درې واړه قواوو له فعالیت څخه نظارت کوي، څاري یې او د نیمګړتیاوو په صورت کې ترې خلک خبروي چې حکومت ورته مسوول دی. رسنۍ د عامه افکارو په تشکیل کې هم مهم نقش لري چې عامه افکار بیا د حکومتونو په جوړښت، د حکومتونو د پالیسیو پر اډانه
او بلاخره د حکومتونو د بقا لپاره زیات اهمیت لري.

رسنۍ د اشخاصو، اداراتو او ان حکومتونو لخوا د هدف وړ افکارو، عقایدو، پالیسیو او ایډیالوژیو د جوړښت او ترویج لپاره هم د اغیزمنو ابزارو په توګه کارول کیږي. په نړیواله سطحه، د رسنیو دغه ډول استعمال په ځانګړي ډول د دریېمې نړۍ هیوادونو کې زیات دی.

د رسنیو دغه اغیز د هیوادونو ترمنځ خپل منځي روابط هم اغیزمنوي.

د حکومت لخوا د رسنیو پر فعالیت نسبي کنټرول او څار ضروري دی. حکومت باید د قوانینو له لارې یو داسې رسنیز نظام جوړ او وده ورکړي چې هغه په مستقیم او غیر مستقیم ډول داسې ویښ، باتدبیره او فعال ملت جوړونې لپاره کار وکړي چې خلک یې له شخصي ګټو ملي لوړې وبولي، د خپل هیواد د پرمختګ او سوکالۍ لپاره کار وکړي، د خپل هیواد پر وړاندې د داخلي او بیروني دښمنانو د هر ډول توطیو، دسیسو او مداخلو د پیژندنې او پر
وړاندې یې د غبرګون وړتیا ولري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب