یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهافغان ځواکونو ۶ ولسوالۍ بېرته له طالبانو نیولې دي

افغان ځواکونو ۶ ولسوالۍ بېرته له طالبانو نیولې دي

تاند ( جمعه، د سرطان ۴ مه ) د افغانستان د کورنیو چارو او ملي دفاع وزارتونه وايي د هېواد په مختلفو ولایتونو کې یې ۶ ولسوالۍ بېرته له وسله والو طالبانو نیولي دي.

د پکتیا احمد ابا او سید کرم، د بغلان دوشي او خنجان او د فاریاب اندخوی او خانچارباغ هغه ولسوالۍ دي چې امنیتي چارواکي یې بېرته د ازادېدو خبره کوي.

طالبانو تر اوسه د دغو ولسوالیو د لاسه وتلو په اړه څه نه دي ویلي، خو ادعا کوي چې له تېرې ورځې راهیسې یې په فاریاب او بغلان کې ۵ نورې ولسوالۍ نیولې دي.

طالبان د دغو ولسوالیو د نیولو او حکومت یې د بېرته ازادولو لپاره په ترسره شویو بریدونو او عملیاتو کې یو بل ته درنې مرګژوبلې د اړولو او پوځي تجهیزاتو د نیولو ادعا هم کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغان ځواکونو له لوري د ولسوالیو بېرته نیول او طالب جنګیالیو ته د درنو مرګ ژوبلو تر اړولو وروسته نن افغان حکومت اعلان وکړ چې د هېواد د هوایي ځواک (۶۵۳ ) تنو پیلوټانو ته د هغوی د وروستيو غوره کړنو او اتلولیو په پار ۵۰- ۵۰ زره افغانۍ انعام، د ولسمشر لخوا منظور شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب