شنبه, سپتمبر 28, 2024
Homeخبرونهد م. م . امنیت شورا طالب مرکچیان د ۳ میاشتو لپاره...

د م. م . امنیت شورا طالب مرکچیان د ۳ میاشتو لپاره له بندیزونو وویستل

تاند ( جمعه، د سرطان ۴) د ملګرو امنیت شورا پرېکړه کړې ده، چې په افغانستان کې د سولې د هڅو د ملاتړ لپاره یې دوحه کې د طالبانو مرکچیان د ۳ میاشتو لپاره د دې شورا له بندیزونو ازاد اعلان کړي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) ویلي، تمه لري چې له دې مودې په ګټې اخیستلو سره به د افغان سولې خبرو کې جدي پرمختګ وشي.

یوناما پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي،‌ له بندیزونو د طالب مرکچیانو ازادي یو موقتي ګام دی او موخه یې د سولې هڅو ملاتړ دی.

د امنیت شورا دا پرېکړه داسې مهال کوي، چې دوحه کې د طالبانو او د افغان حکومت مرکچي پلاوو ترمنځ خبرې تر اوسه کومه مهمه لاسته راوړنه نه لري.

وسله والو طالبانو تر اوسه د دې پرېکړې په غبرګون کې څه نه دي ویلي، خو دې پرېکړې په ټولنیزو رسنیو کې هم د افغان کاروونکو غبرګونونه راپارولي.

دوی هیله ښودلې چې په دې سره به د سولې په خبرو کې مثبت بدلون راشي نه دا چې برعکس جګړه نوره هم تېزه شي.

عام افغانان وایي، دوی له دې وړاندې د داسې پرېکړو شاهدان دي، چې حکومت په کې د سولې نیت درلوده، خو طالبانو برعکس جګړې ته زور ورکړ.

محب: ولس د نظام ملاتړی دی او هېڅکله به یې سقوط ته پرې نږدي

1 COMMENT

  1. محب صاحب بیداره ځوان دی، په انګلیسی هم پوهیږی زړور هم دی پاکستان ته یی څو ځله عجب خوندور جوابونه ورکړی قریشی یی داسی ورخطا کړی و چی څو ځله خبرو کی غلط شو، خو افسوس چی دعسکری په فن هم پوهیدای او لږ څه له عسکری ژوند سره بلد وای . پخوا به هرافغان دملکفیت دوره یا دوره خدمت زیربیرق تیروله که به تحصیل کرده و که بیسواده ټولو تیروله دا د وطنپالنی پوهنتون و دا پوهنتون به دوه کاله و دمیاشتی دیرش روپۍ، عسکری قورانه او یو صابون یی ورکاو نور هیح هم نه و، مګر د وطن د خدمت او سربازی غرور او احساس به عسکر لکه پولاد غوندی کلک کړ، دوه کاله وروسته به یی ترخیص په ډیر ویاړ ترلاسه او هر ځای به یی چی وظیفه وه هماغه د عسکری په تحلیف به وطن ته صادق، زړور او مرد میدان و. په تیره بیا مهمو چوکیو کی عسکری تجربی ورسره ډیره مرسته کوله اوس متاسفانه دنن ورځی ځوانانو عسکری نده تیره کړی نو یو شیر پکی متاسفانه لکه د نازدانه ګانو په شان ښویکی ښویکی شول د لوړو ژورو تحمل نلری چی د سړی زړه ورته بد شی چی افغان ځوان ولی داسی بی احساسه او سست پست شول د وطن احساس ورسره کم دی د امتیازاتو راحت طلبی او عیش تږی دی تنبلی ورباندی زور کړی مفتخور آموخته شول زه وایم چی دعسکری د مکلفیت دوره دی بیرته رامنځته او دا د امنیت د شورا دنده ده چی په دی غور وکړی اول دی هم اجیر عسکر وی او هم د مکلفیت خو ورو ورو دی په ځوانانو په پیل کی شپږ میاشتی بیا یو کال بیا په بیسوادو دوه او په تحصیل کرده خامخا شپږ میاشتی عسکری خدمت ملی مکلفیت وګرځوی ډیرو ملکو کی همداسی ده که چا شپږ میاشتی عسکری دوره نه وه تیره کړی په دولتی ادراو کی د دنده نه ورکول کیږی د اداری اصلاحاتو کمیسیون دی د استخدام یوشرط اقلاً شپږمیاشتی عسکری وګرځوی. چی سختی ونه ګالی وطن نه ابادیږی چا چط ظاهرشاهی، داودخانی .. لنډه داچی له ۱۳۷۰ مخکی کلو کی عسکری کړی له هغوی پوښتنه وکړی چی تاسو ته څه وایی ؟
    یادونه: ځوانان دی نه خپه کیږی متل دی وای دوست به دی وژړوی دشمن به دی وخندوی
    دا تریخ واقعیت دافغاسنتان په ګټه پیشنهاد شو، که نه له مشرانو مو پوښتنه وکوئ، خو نیکمرغی داده چی همدا اوس هم ډیر غیرتی ، باهمته لایق زړور پاک او وطنپال ځوانان لرو، خو ټول ځوانان داسی ندی یو څو پکی تنبل اوبیکاره دی نو دعسکری حتمی کرځول می ددغه رقم ځوانانو د روزنی او تجدید تربیت لپاره وکړ خپه مه شئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب