شنبه, سپتمبر 28, 2024
Homeخبرونهمحب: ولس د نظام ملاتړی دی او هېڅکله به یې سقوط ته...

محب: ولس د نظام ملاتړی دی او هېڅکله به یې سقوط ته پرې نږدي

تاند ( جمعه، د سرطان ۴) د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وايي، طالبان سولې ته نه دي ژمن او غواړي د زور له لارې ځان واک ته ورسوي.

هغه په یو شمېر ولایتونو کې د ولسوالیو د سقوط په اړه ویلي، چې طالبان د لومړي ځل لپاره د پټې جګړې پر ځای علني جګړې ته راوتلي دي.

محب زیاته کړې، چې د یو شمېر سیمو نه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته طالبانو غوښتل د خلکو په منځ کې یوه وېره پیدا کړي خو بریالي نه شول.

د نوموړي په خبره افغان ولس او حکومت به نظام هېڅکله سقوط کولو ته پرې نږدي.

د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب زیاته کړې، طالبانو په تېرو څو ورځو کې څه نا څه پرمختګ کړی مګر داسې نه ده، چې مخه یې نشي نیول کېدی.

هغه وایي طالبان صفونه لري او صفونه یې ماتیږي او وضعیت به حتمي بدلون کوي.

حمدالله محب داسې مهال دا څرګندونې کوی، چې په دې وروستیو کې هره ورځ د هېواد په ولایتونو کې د ولسوالیو د سقوط خبرونه خپرېږي.

خو حکومت بیا له سختې جګړې وروسته له لاسه وتلې ولسوالۍ ترلاسه کوي.

تازه دفاع وزارت د پکتیا ولایت د دوو ولسوالیو احمداباد او سیدکرم د بېرته نیولو خبر ورکړی دی او ویلي یې دي، چې په کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب