جمعه, سپتمبر 27, 2024
Home+په کتابونو کې څه لټوو؟‎

په کتابونو کې څه لټوو؟‎

عصمت الله ځلاند

د بشر د علم او پوهې د تکاملي سير په اوږدو کې د شته ترقي او پرمختيا ترشا د کتاب ونډه او رول له نظره نشې غورځول کېداى.

له هغه مهاله چې انسان د لومړي ځل لپاره ليک کشف کړ تر دې دمه چې په نورو سياراتو کې د نوي ژواندانه د شرايطو د موندلو په هڅه کې دى، ددې ټولو موجودو پرمختګونو تر شا کتاب يو څرګند عامل دى.

د خوشحال بابا په وينا هغه وخت چې ليک نه وه ايجاد شوى، علم چې په شفاهي بڼه لېږدېده د وحشي ژوي بڼه درلوده چې ايسارول يې اسانه کار نه وه. خو د خط په منځته راتګ سره دغه وحشي حيوان ته د کمند او پړي په توګه واچول شو چې په برکت يې اوس علم په هر کور کې د کتابونو په شکل خوندي دى.

په اوسني عصر کې چې د صحافت او طباعت چارې اسانه او ګړندۍ شوى دي هر کال په نړۍ کې په بېلابېلو موضوعاتو باندې په لسګونه ﺯره ټوکه کتابونه چاپيږي او باﺯار ته عرضه کيږي.

هر ځاى عامه او ځانګړي کتابتونونه جوړ شي دي چې د کتاب لوستونکو اړتياوو ته پر وخت ځواب ووايي.
او ورسره په آنلاين ډول د انټرنيټ په مټ هم د کتابونو پيراوپلور د يوه کاراو بار بڼه خپله کړې ده چې ستر شرکتونه ترې په ميليونونو ډالر ګټه  لاسته راوړي.

خو پوښتنه داده چې په کتابونو کې څه لټوو؟
آيا په رښتيا د کتاب له لارې پوهه ترلاسه کولاى شو؟

پورتنيو پوښتنو ته په ځواب کې بايد وويل شي چې په کتابونو کې معلومات او علم خوندي دي، او هم يې د کتاب له لارې تر لاسه کولاى شو خو په دې شرط چې ﺯمونږ مغز د کتابونو له محتوياتو څخه د ګټه اخيستنې جوګه وي. يا يو داسې وسيع او پراخه فکر ولرو چې پوهه يې مرکزیت وي. او که داسې نه وي نو مونږ ځانونو ته يواﺯې د ډېرو کتابونو د لوستلو له امله پوهان نشو ويلاى.

استاد ګل پاچا الفت چې يو عمر يې د کتابونو په ليک او لوست کې تېر کړى دى وايي:-
بصيرت او علم نشته په کتاب کې
که څه نه وي د مغزو په پېچ و تاب کې
پوهه ټوله را وتلې له مغزو ده
هسې نه چې په دا ډېرو کتابو ده.

د استاد په خبره کومه پوهه چې په کتابونو کې پرته ده د انسانانو له عالي دماغو يې کتابونو ته لاره کړې ده. که مغزونه د پوهې له شتمنۍ بې برخې وي د کتابونو په لوستلو دا تشه نشي ډکېداى.
يا داچې هغه چاته چې ﺯښت ډېر کتابونه يې لوستي وي خو په مغزو کې د پوهې څرک په ﺫره بين هم نه ښکاري پوه انسان نشو ويلاى.

بالعکس د نړۍ په تاريخ کې داسې يوه بېلګه هم لرو چې نه يې ښوونځي لوستى او نه يې هم کوم ښونکي ته د ليک او لوست په پار ګونډه وهلې ده، خو داچې افکار او مغز يې په رښتني توګه د پوهې له معنوي سرچينو لبریزه ول اوس يې نوم د نړۍ د پوهانو په سر کې اخيستل کيږي.

حافظ شيراﺯي يې په اړه وايي:-
ستاره اى بدرخشيد و ماه مجلس شد
دل رميده ما را انيس و‌مونس شد
نگار من که به مکتب نرفت و خط ننوشت
به غمزه مسئله آموﺯ صد مدرس شد.

د حافظ په خبره که څه هم ﺯمونږ خوږ پيغمبر(ص) نه ښوونځي ته لاړ او نه يې ليک او لوست ﺯده کړ، خو د سترګو په رپ کې د سلو استادانو استاد شو او هغوى ته به يې مسايل ورښودل.

دا ټول فضليت او مرتبت د هغې معنوي پوهې برکت وه چې د جناب پيغمبر(ص) په مغز کې ځاى درلود. ګنې ټولو ته معلومه ده چې هغه حضرت خو نالوستى او امي وه او کتابونه يې نه ول لوستي.

د پايلې په توګه دا خبره کوو چې د علميت او پوهې دارومدار په کتابونو پورې نه دى تړلى کله چې مغز خالي وي او د پوهې څرک پکې ونه ليدل شي.

بقول سعدى:-
علم چندانکه بيشتر خوانى
چون عمل در تو نيست نادانى

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب