Homeخبرونهامریکا افغانستان سره د کورونا د مخنیوي لپاره د واکسینو مرسته کوي

امریکا افغانستان سره د کورونا د مخنیوي لپاره د واکسینو مرسته کوي

تاند ( جمعه د سرطان ۴) امریکايې چارواکو افغانستان سره د ۳ ملیونه دوزه د کورونا ضد واکسین د مرستې ژمنه کړې.

د سپینې ماڼۍ د ویاند مرستیالې کرین ژاین ویلي، چې دا واکسین به راتلونکې اوونۍ افغان حکومت ته وسپارل شي.

ژاین ویلي، متحده ایالات به د افغانستان سره د اکسیجن مرسته هم وکړي.

د دې مرستې اعلان داسې مهال کېږي، چې په افغانستان کې د کورونا وبا د پېښو تر ډېرېدو وروسته په روغتونونو کې د اکسیجن د کمښت شکایتونه ډېر خپاره شول.

اوسمهال په افغانستان کې د کورونا وبا درېیمه څپه ورځ تر بلې په تېزۍ د خپرېدو په حال کې ده.

د نظر د خاوندانو په بارو په افغانستان کې کمزوری صحي سیستم  او د کورونا ناروغانو د لازمو اسانتیاوو نه برابرېدل هغه ستونزه ده چې ورځ تربلې پېښې زیاتېږي.

د یادونې ده، چې څو ورځې وړاندې پاکستان هم له افغان حکومت سره د یوې روغتیايي بستې مرسته وکړه، چې په کې د کورونا ضد توکي شامل وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

زموږ د وختونو پسرلي | پوهاند دودیال

زموږ د وختونو پسرلی ښه و، برکت و، مینه وه، یووالی و او هیلې وې. نوروز ته به  یوڅو ورځې پاتې وې، چې د...