سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهامریکا افغان ژباړونکي اماراتو، بحرین، قطر او کوېټ ته لېږي

امریکا افغان ژباړونکي اماراتو، بحرین، قطر او کوېټ ته لېږي

تاند ( جمعه، د سرطان ۴) د امریکا حکومت په پام کې لري چې د امریکا د پوځ لسګونه زره ژباړونکي او نور هغه کسان، چې د جګړې پر مهال یې په افغانستان کې له امریکايي سرتېرو سره کار کړی له افغانستان څخه وباسي.

اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس د یوه جګپوړي امریکايي چارواکي له قوله ویلي، چې په دې وروستیو کې بهر ته د هغو افغانانو د اېستلو کار چټک شوی، چې په تېرو دوو لسیزو کې یې له امریکايي ځواکونو سره مرسته کړې ده.

یوې بلې سرچینې بیا ویلي، د بایډن اداره په پام کې لري، چې د سږني دوبي په پای کې او ښايي په اګسټ میاشت کې دا افغانان بهر ته ولېږدوي.

رویټرز خبري اژانس د امریکا د استازو جرګې د جمهوري پال غړي مایک مکاول له قوله وايي، دا افغانان ښايي متحده عربي اماراتو، بحرین، قطر او کوېټ ته ولېږدول شي.

کابل ښار کې د امریکايي ځواکونو لسګونو پخوانیو افغان ژباړنو او کارکوونکو په یوه اعتراضي راټولېدنه کې امریکا ته د تلو لپاره له دغه هېواده د خپلو دوسیو د برخلیک معلومولو غوښتنه کړې ده.

څه موده وړاندې لسګونه افغان ژباړونکو په کابل کې د یوه لاریون پرمهال ویلې، کلونه کېږي چې امریکا ته د لېږدولو غوښتنې یې نه منل کېږي یا له امریکايي ځواکونو سره تر ټاکلي مهاله د کمې دندې له امله ردېږي.

دوی ویلې، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو له اعلان سره یې ژوند ته ورپېښ خطرونه په ډېرېدو دي او ګواښ کوي که غږ یې وانه ورېدل شي کابل کې به د امریکا سفارت مخې ته پرلت ووهي.

د ویلو ده چې په وروستیو کلونو کې سلګونو افغانانو چې له بهرنیو ځواکونو سره یې کار کړی و، امریکا ته لېږدول شوي او هلته یې استوګنه غوره کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب