سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeروغتیاپر ذهن او حافظه د کورونا ناروغي اغېز

پر ذهن او حافظه د کورونا ناروغي اغېز

تاند ( جمعه، د سرطان ۴ مه)  تازه څېړنو په ډاګه کړې چې کورونا ناروغي د انسان په حافظه تاثیر کوي او حافظه ورسره کمزورې کیږي.

د کورونا ویروس په سبب ډېر وخت اغېزمن کسان د بویولو له حس څخه شکایت لري.

ځینې دا هم وایي چې دوی یو ډول بد بوی حس کوي چې د څېړوونکو په وینا، دې کیفیت ته (پیروسمیا) یا (اولفیکټري هیلوسینیشتز) ویل کېږي او پر دې کیفیت اخته کسان د ژور خپګان ښکار ګرځیدلی شي.

د سیدیتي ورځپاڼې د سایکالوژۍ ټوډي ویبپاڼې په حواله لیکلي چې د حافظې له لاسه ورکولو په سبب احساسات او خاطرې هم زیانمنې کېږي، چې په ځانګړې توګه اوږدمهاله حافظه زیانمنوي.

د معلوماتو له مخې، د دماغ په مخکینۍ برخه کې د اولفیکټري په مرسته خوشبو پېژندل کېږي او له دې ځایه خوشبویي د دماغ هغې برخې ته ځي چې له احساساتو او حافظې سره تړاو لري.

څېړوونکي وایي، کله چې یو څوک ځانګړې خوشبویي حس کړي، نو ځینې خاطرې ور په زړه شي.

څېړوونکو د تازه څېړنې په ترڅ کې موندلې چې د بویولو د حس او خپګان تر منځ اړیکه شته، ځکه چې د بویولو حس له لاسه ورکول د خپګان احساسات تېزوي او خپګان د بویولو له حس څخه د محرومۍ په سبب رامنځته کېږي.

کورونا ناروغي چې د چین له اووهان ښار څخه پیل شوه په کم وخت کې ټولې نړۍ ته ستر ګواښ شو او لا هم د افغانستان په ګډون ډیری هېوادونو کې په شدت روانه ده.

که څه هم د دغې ناروغي ضد واکسین جوړ شوي؛ خو لا یې هم ګواښ نه دی کم شوی او روغتیا پوهان وایي، که عام خلک طبي لارښوونې مراعت نه کړي نو ګڼ خلک به په دې ناروغي اخته او یو انساني ناورین به رامنځته شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب