پنځم څپرکی
۱۵مه برخه
په افغانستان د عربو مسلمانانو بريدونه،
استاد شهسوار سنګروال
هغه مهال چې عربو مسلمانانو د ايران ساساني حکومت را نسکور کړ او د هغوی مرکزي اداره يې ويجاړه کړه، نو بيا يې په کرمان کې د دغې پرېکړې له مخې يوه ډله مسلمانان، له نيشاپور نه تر هراته پورې، ان له مروې نه نيولې تر باختريا پورې ولېږل او دويمه ډله بيا را واخله له سيستانه تر هلمنده پورې پر مخ لاړل.
«دا په تېروتنې سره ويل شوي دي چې عرب له همدې ځايه اباسين ته رسېدلي دي. ولې پېښې بل ډول وې، له کرمان څخه عبدالله بن عمرو د «لوط» د دښتې له لارې خراسان ته ننوت (۶۵۰ ز – ۳۰ هـ) او پوځي اډه يې همدلته وه.»(۱
دا د پوښتنې وړ ده چې وويل شي دا څنګه کېدای شي چې د مسلمانانو لښکرې چې شمېر يې د سيمې د ځواکمنو هېوادونو په پرتله د پرتلې وړ نه وي، په لږه موده يانې ۱۸ کالو کې (ځنې ۱۲ کاله وايي) د ايران ساساني ټولواکمني دړې وړې کړه او افغانستان ته په ډېر بري ننوتې!؟
موږ د مخه وويل چې د دې يو لامل د مسلمانانو د عقيدې غښتلتيا وه او دويم دا په لنډيز سره ويلی شو چې د وخت تاريخي پېښې داسې راغلې چې د عربو پرمختګ ته يې لاره پرانسته.
د هيښتيا خبره خو دا ده چې د عربستان په ګاونډ کې د ايران د ساساني امپراتورۍ او د روم د ټولواکمنۍ په څېر، دوه ځواکمن هېوادونه هم وو، چې له هر پلوه پياوړي وه. تر سوريې پورې سيمې د بيزانس په ولکه کې وې او تر فرات پورې ځمکه بيا د ساساني واکمنو په واک کې وه.
پدغه وخت کې يپتليان هم دومره کمزوري شوي وه چې ساسانيانو له افغانستان نه راواخله تر فرات او کپکاس پورې واکمني چلوله.
همدارنګه د روم امپراتوري يادوو، لرغونی روم چې په ۳۹۵ ز کال په دوه شرقي او غربي برخو وېشل شوی وو. بيا هم د روم شرقي امپراتوري چې د جنوب او ختيځې اروپا، د کوچنۍ اسيا (آسيا صغير) او د شمال ختيځې افريقا هيوادونه يې په واک کې وه، د نړۍ په دغه برخه کې نورو هېوادونو ته هم يو ستر ګواښ پېښ کړی وه.
خو د مسلمانانو لپاره يو ښه زېری دا وه چې د روم ټولواکمني دومره په فساد او او بې عدالتۍ کې ډوبه وه، چې وګړو يې له بدمرغۍ ډک ژوند تېروه او په لسګونو پاڅونونه د دوی د ظلمونو په وړاندې وشول چې ان په يوه پاڅون کې دېرش زره (۳۰۰۰۰) وګړي د قسطنطنه د واکمنو لخوا ووژل شول.
ساساني واکمن هم د عياشۍ په مزو کې ډوب وه او د خلکو په وړاندې ډېر بې پروا ول په لسګونو داسې نور ناوړه کړه وړه يې کول چې عربو مسلمانانو ته د دې وس پيدا شو، چې د روميانو او ساسانيانو ټولواکمنۍ ته د پای ټکی کېږدي. له دې سربېره د دواړو ټولواکمنيو ترمينځ خونړۍ جګړې دا يو بل ستر لامل وه چې مسلمانان د افغانستان تر هېواده ورسېدل.
افغانستان هم په خپل مينځي ستونزو کې ډوب وه، يوه باثباته مرکزي حکومت شتون نه درلود، يپتليانو هم ماته خوړلې وه، نو ځکه خو مسلمانانو په لومړي سر کې لکه د ايران په څېر په افغانستان کې هم پرمختګ وکړ او د حضرت عثمان رضی الله عنه د خلافت په مهال د عربو د لښکر مشر، د عامر زوی عبدالله تر کابله پورې را ورسېد او له خونړۍ جګړې وروسته يې کابل ونيو.
د عربو مسلمانانو دغه برياليتوبونه چې له يوې خوا يې له روم څخه سوريه، فلسطين، مصر او يو شمېر نورې سيمې جلا کړې او له بلې خوا يې له ۶۳۳ ز کال نه تر ۶۵۱ ز کال پورې د ايران شاهينشاهي ونيوله او په دې نيت چې افغانستان به هم د ورته هېوادونو په څېر لاندې کړي يوه تېروتنه وه.
که څه هم په افغانستان کې بېلابېلو مذهبونو شتون درلود ولې بيا هم د اسلام د سپېڅلي دين منلو ته په ډېرې اسانۍ تيار نه ول، نو ځکه خو له لږې مودې وروسته د کابل خلک د عربو د لښکر په وړاندې را پاڅېدل او د خپلواکۍ بيرغونه يې هسک کړل.
ومو ويل چې په افغانستان کې زرتشتي، لمرنمانځنه، بودايي، شيوايي، ميترا پرستي او ان د عيسوي دينونو پيروان او پلويان هم موجود وه .
همدا ډول بېلابېل ګړدودونه او ليکدودونه هم دود وه، چې موږ خروشتي، پهلوي، يوناني، سنسکريټ، دري، پښتو، پراکريت ژبې او نورې د بېلګې په توګه يادولی شو.
د دې ټولو خبرو سره سره بيا هم په ټول افغانستان کې د عربو په وړاندې بلواوې شروع شوې.
له دې نه د مخه په ۶۵۲ ز کال د هرات سيمه ييزه واکمن، د کال درې سوه زره درهمه باج منلی وه، چې عربانو ته به يې ورکوي .
عرب وسله والو د هېواد شمالي سيمو ته مخه کړه، په سر کې د مرو واکمن ماهوي سوري (د شنسبيانو او د امير پولاد تېر سوي) سره هم د سولې تړون لاسليک کړ او دا هغه مهال دی چې يزدګرد کوښښ کاوه، چې په سيمه کې ملاتړي پيدا کړي.
د «ربيع» په مشرۍ عربي ځواکونو د سيستان يو بل سيمه ييز واکمن (د رستم زوی ايران) وګواښه او په پای کې غاړه اېښودو ته اړ کړ، نو بيا يې ورته يو زر د سرو زرو جامونه او زر تنه غلامان ورکړل.
له دې سربېره د سيستان ډله ډله زرتشتي افغانان راغلل او د اسلام دين يې ومانه او په ۶۵۲ ز کال ساساني يزدګرد د مروې د سيمه ييزو واکمن ماهوي سوري لخوا ووژل شو.
که څه هم د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې د عربو په وړاندې پاڅونونه روان ول. ولې بيا د قيس زوی احنف په مشرۍ مسلمانانو (۳۲ هـ ۶۵۲ ز) لومړی باختر ورپسې سمنګان (ايبک) ان تر تخارستان پورې سيمې يو د بل پسې ونيولې.
هرات، بادغيس، غور او د خراسان يو شمېر سيمې د خالد بن عبدالله په ولکه کې وې.
د سيستان د وګړو پاڅون ډېر اوږد نشو، بلکې عبدالرحمن بن سمره د مسلمانانو د يوه لښکر سره هلته (۳۳ هـ ۶۵۲ ز) واستول شو او هغه ښار يې کلابند کړ.
ډېر وخت لا تېر نه وه چې د سيستان خلکو بيا پاڅون وکړ او دا هغه وخت وه چې عبدالرحمن د حضرت عثمان رضی الله عنه د شهادت په بنسټ بصرې ته لاړ.
خو د هغه ځای ناستي امير بن احمر د زرنج د خلکو د پاڅون له وېرې وتښتېد او سيستانيانو بيا خپله خپلواکي ترلاسه کړه.
د حضرت علي رضی الله عنه د خلافت په مهال هم دغو وګړو د عتاب زوی حسکه په مشرۍ په عبدالرحمن بن جروالطايي بريد وکړ په يوه جګړه کې وواژه.
په همدغه کال (۳۶ هـ – ۶۵۶ ز) عبدالرحمن بن سمره د سيستان او ارغنداب له لارې تر کابله پورې ورسېد او کابلشاه ورته غاړه کېښوده.
«ماهوي» سوري چې د عربو مسلمانانو جګړه ييز ځواک وليد نو ځان يې کوفې ته ورسوه. لومړی يې د اسلام دين ومانه او بيا يې حضرت علی رضی الله عنه ته ټټر وواهه چې دی به د اسلام د دين په خپرولو کې زيار باسي. نو ځکه خو بيا ورته څلورم خليفه يو فرمان ورکړ او دی بېرته مروې ته راستون شو.
د افغانستان خلکو له يوې خوا د خپلې مېړانې په بنسټ د خپل هېواد ساتنه کوله خو له بلې خوا د مسلمانانو خپل مينځي جګړو، هم دويته د دې وس ورکړ چې د خپلې خپلواکۍ د ژغورلولپاره وجنګېږي، چې موږ د حضرت عثمان رضی الله عنه د پلويانو او د بي بي عايشې رضی الله عنه پيروانو جګړه او وروسته د امويانو په وړاندې د يو شمېر مسلمانانو پاڅونونو نه د بېلګې په توګه يادولی شو.
د عربو په وړاندې!
آيا افغانان هم د پارسیانو په څېر ول؟
د اسلام د څلورو خليفه ګانو، د دېرش کلن خلافت نه وروسته د اميه کورنۍ مشر امير معاويه (۴۴۱ – ۴۱ هـ) د ابو سفيان زوی چې د حجاز له بني اميه څخه وه واک ته ورسېد.
اسلامې لښکرو د خپل پرمختګ لپاره غوره وګڼله، چې د خراسان شمال او جنوب ته خپل جنګيالي ولېږي. د اموي دربار له اميرانو څخه يو هم حکم غفاري وه، چې افغانستان ته واستول شو. خو نوموړي په غور کې ماته وخوړه، له مروې نه ماوراءالنهر ته ورسېد.
امويانو د نيمې پېړۍ په شاوخوا کې، بخارا نه راواخله تر خوارزم او فرغانې پورې ورسېدل، ولې په افغانستان کې هغه مسلمانان چې د هېواد په شمالي جبهه کې فعال وه، قيس بن الهيشم (سلمي) بادغيس، فوشنج ونيول، تر باختر پورې پر مخ لاړل او د «نوبهار مزدک» يې وران کړ.
په ۶۷۰ ز کال (۵۰ هـ) د مسلمانانو پنځوس زره جنګيالي له خپلو کورنيو سره د «ربيع بن زياد» په مشرۍ په باختر کې ځای پر ځای شول.
له دې نه د مخه پر ۶۶۳ ز کال (۴۳ هـ) عبدالرحمن بن سموره Abdurrahman ibn samara مخ په کابل روان شو، چې نوموړي د مخه (۶۶۱ – ۴۱) دبست مهم ښار لاندې کړی وه او د زابل له لارې يې کابل ته لاره پرانستې وه. ولې ډېر ژر خبر شو چې د کابل پادشاه رتبيل د يوه ملي پاڅون په ترڅ کې، دېته تيار شوی دی چې د عربو د بريدونو مخه ونيسي.
سراولف کارو په دې تړاو کښلي دي:
«رتبيل سره ډېر جنګونه وشول او په پای کې يو تړون لاسليک شو (۶۶۴ ز ۴۴ هـ) خورا په زړه پورې بلل کېږي. په دغه کال المهلاب بن ابي صفرا Al Muhallab ibn Abisufra د ابن سمورا يو قومندان وه، د کابل او الملتان تر مينځ تر بنا Bannah او الاهوار Al Ahwar ښارونو پورې وړاندې ولاړ او هلته د اتلسو ترکي سردارانو لخوا تر بريد لاندې راغی. دا لومړی ليکل شوی سند دی چې په سرحدي سيمه کې د پېژندنې وړ ځايونه ښيي.»(۲
دلته د «الملتان» او «الاهوار» يادونه وشوه. له لومړۍ کلمې څخه خو ښکاري چې د الملتان نوم د اوسني ملتان عربي بڼه ده او ښايي د «الاهوار» نه موخه هم اوسنی «لاهور» وي. ولې زما په اند دغه لاهور ښايي هغه لوی او نامتو لاهور نه وي چې د هند په نيمه وچه کې ځانګړی ځای لري.
دا هغه (الاهوار = لاهور) ندی چې په يو شمېر لاسوندونو کې هم يادونه شوېده. يانې هغه مهال چې لاهور يې د جيپال پلازمېنه بللی ده او «فرشته» هم دېته ګوته نيسي پدې مانا چې جيپال د ملتان نه را واخله تر کشمير او بيا د افغانستان ختيځې سيمې په ولکه کې لرلې، همدغه لاهور يې مرکز وه چې ويهند هم يادېدی .
«اوهند» يا ويهند په بېلابېلو تاريخي پېرونو کې د پلازمېنې ټاټوبی وه او يو مهال همدغه «هندوشاهي» واکمن هم هلته تللی دی، له دې سربېره دغه سيمه ډېر ځله د افغان واکمنو په لاس کې وه.
کله چې عربان په ۶۳۵ ز کال د کښتيو په وسيله سند او بلوچستان ته ورسېدل. محمد بن قاسم ثقفي وروسته بيا د يوه لوی لښکر سره د شېراز او مکران له لارې (۷۱۱ ز کال) او نورې ډېرې جنګي وسيلې د وچې او سمندر له لارې (د دبيل بندر) سيند ته ورسېدې.
ثقفي د حجاج په سپارښتنه درې ورځې په پرلپسې توګه د دې سيمې وګړي ووژل او هغه ځوانې نجونې چې شمېر يې اوه سوو (۷۰۰) تنو ته رسېدې، د مزدک له نيولو وروسته له ډېرو غنايمو او شتو سره حجاج ته ولېږلې.
که څه هم دسيند سيمه ييز واکمن «داهر» له محمد بن قاسم سره وجنګېد، خو وسه يې ونه رسېده او په پای کې ومړ.
عربو جنګياليو بيا ملتان ونيوه او هغه طلايي بت يې چې وزن يې دوه سوه دېرش (۲۳۰) منه کېده ترلاسه کړ.
خو د افغانستان ولس بيا د هېواد په بېلابېلو سيمو کې، د عربو په وړاندې پاڅون وکړ او دواړو غاړو ته درانه زيانونه واوښتل.
لکه څرنګه چې عربو جنګياليو د اوسني ايران، د مينځنۍ اسيا يو شمېر هېوادونه او د هند د نيمې وچې يو شمېر سيمې لاندې کړې. افغانستان يې په دومره اسانۍ سره تر خپلې ولکې لاندې را نه ووست.
له يوې خوا د افغانانو پاڅونونه وه او له بلې خوا د امويانو ظلمونه، چې په ناروا توګه يې د خلکو شتو ته بډ وهلې وې .ان دا چې د سيمې مسلمانان هم د دوی له درنو مالياتو سرټکوه.
امويان هم د خلافيت له پېر نه تر دې دمه پورې د افغانانو په سرتمبګۍ پوهېدلي وه، کوښښ يې کاوه چې د نورو هېوادونو په څېر له دوی سره نرم چلند غوره کړي.
د امويانو د يو شمېر جنګياليو ناوړه چلند عرب او هم د سيمې مسلمانان سره ووېشل، ان تر دې چې د خراسان په پلازمېنې مرو کې، د عبدالله خازم په مشرۍ پاڅون وشو. دا هغه مهال دی چې له يوې خوا عرب جنګيالي په ۶۹۱ ز کال په ماورا ءالنهر کې په جنګ اخته وه او له بلې خوا مروان په دمشق کې ومړ.
پداسې حال کې چې عبدالله خازم پخپل نوم د سرو زرو سکه ووهله، ولې دی د امويانو په لمسون د «بکيروشاح» لخوا ووژل شو.
افغانانو چې د امويانو پرلپسې ناوړه چلندونه ليدل يو ځل بيا يې د همدې «بکيروشاح» په مشرۍ د اسقلال او خپلواکۍ اعلام وکړ.
د دمشق واکمن له دغو پاڅونونو ووېرېدل، نو بيا يې يو نامتو جنګيالی «قتيبه» (۷۰۳ ز) افغانستان ته را ولېږه او د بلخ سيمه ييز واکمن «سپهبد» سره وجنګېد او په ۷۰۷ ز کال يې بلخ ونيو .ولې يو شمېر سيمه ييزو واکمنو چې وليدل د عربو لخوا ګڼ شمېر افغانان په دار وځړول شول، نو پرېکړه يې وکړه، که چېرې ماته خوري نو بايد د کابلستان واکمن يانې کابل شاه، رتبيل (زنبيل = زنبتيل) ته پناه يوسي.
رتبيل هم ورسره دا منلې وه، که چېرې د دوی يووالی له ماتې سره مخ شي، نو بيا کابلستان ته به راځي او بيا به په ګډه جنګېږي.
قتيبه خراسان، تخارستان او بلخ د خپلو جنګياليو د راټولو لپاره مرکزونه وټاکل او له افغانستان سربېره په ماوراءالنهر به يې هم بريدونه کول.
ولې بيا هم د پاڅونونو مخه و نه نيول شوه، چې موږ د تالقانو د خلکو پاڅون د بېلګې په توګه يادوو چې د «نيزک» په مشرۍ يې د «قتيبه» په وړاندې جګړه وکړه.
خو دی د قتيبه په ژمنې او لوړې وغولېد د سولې په نوم ورغی او هغه هم، د خپلو ورېرونو سره يوځای وواژه.
په افغانستان کې يو شمېر کسان د هېواد د خپلواکۍ لپاره جنګېدل او يو شمېر مسلمانان چې عرب او عجم دواړه په کې ښکېل وه، د اميه له کورنۍ سره په دې تړاو په جګړه کې بوخت وه، چې د «بني هاشم» له کورنۍ سره يې مخالفت ښوده.
قتيبه هم چې کله په مروې، تخارستان، بلخ او خراسان کې يو شمېر سرغړونې له مينځه يووړې، بيا په خپله د يو شمېر همدغو لاملونو له مخې د اموي سلطنت د پلازمېنې او وليد بن عبدالمالک په وړاندې ودرېد، چې په پای کې په (۷۱۴ ز کال) ووژل شو.
د سيستان وګړو هم د امويانو په وړاندې پاڅون وکړ، د دغه پاڅون بنسټ په ۷۲۰ ز کال کېښودل شو، او تر ۷۲۵ ز کال دومره پياوړی شو، چې د عربو د جنګياليو مشر بشرالحواري يې په زرنج کې وواژه او د سيمې چارې يې معمر بن عبدالله ته وسپارلې.
له دې پېښې وروسته په ۷۲۶ ز کال يو شمېر کسان دې ته وګمارل شول چې خپل واک وغځوي، ولې نه يوازې له رتبيل سره د جګړې جوګه نشول، بلکې له سيستان سره يې هم ستونزې پخپل ځای وې.
۷۲۷ ز کال اصفح بن عبدالله د محمد بن جحش په سپه سلارۍ په رتبيل بريد وکړ او له خونړيو جګړو وروسته اصفح بن عبدالله ووژل شو.
د امويانو د ماتې او کمزورۍ بنسټيز لامل هغه مهال پيل شو چې د دمشق خلافت په درې برخو ووېشل شو.
لومړی هغه شمېر وګړي وه چې د امويانو په ډله کې چې ولاړ ول. د عراق او عربو زبيريان بله ډله وه چې اموي خلافت يې نور نشو منلی.
د مسلمانانو دريمه څانګه د خوارجو په نوم يادېده چې دوی دواړه ډلې نه منلې او په ټوله کې درې واړه ډلې يو له بل سره په جګړه کې ښکېل وې.
د امويانو نامتو خليفه عبدالمالک (۶۸۵ – ۷۰۵) ډېر زيار ووېست چې اموي کورنۍ په واک کې پاتې شي نو ځکه يې خپل دښمنان که په هره جامه کې ول له مينځه يوړل.
کله چې کابل شاهان په دې وپوهېدل چې عرب په خپلو کې ښکېل دي نو ده ډېر زيار ووېست چې خپل ځواک پياوړی کړي. نوموړي په ۶۸۵ ز کال ځان دومره واکمن او ځواکمن کړ، چې عربو د دې وسه پيدا نکړه له سجستان نه ووځي.
د عبدالمالک له مړينې وروسته د امويانو واک کمزوری شو، ولې د بني اميه او بني هاشم پلويان تر مينځ اختلاف نه يوازې په خپل ځای وه بلکې لا يې پراختيا ومونده.
د افغانانو هغه شمېر وګړي چې يايې د هېواد خپلواکي غوښته او يا يې غوښته چې د امويانو ظلمونو ته د پای ټکی کېږدي، پدې لاره کې يو د بل پسې له مينځه لاړل .چې د يو شمېر کسانو يادونه يې د بېلګې په توګه د مخه وشوه. خو بيا هم دغه غورځنګ پايته ونه رسېده . ( نوربیا )