جمعه, اکتوبر 4, 2024
Home+چين د نشه يي توکو د مخنيوي په برخه کې خپلې تجربې...

چين د نشه يي توکو د مخنيوي په برخه کې خپلې تجربې له افغانستان سره شریکوي

د ۲۰۲۱ کال د جون ۲۶مه نېټه د نشه يي توکو د مخنيوي له ۳۴مې نړيوالې ورځې سره برابره ده. د نشه يي توکو مسئله د افغانستان د سوله اييزې بيا رغونې په بهير کې د پاملرنې وړ ټکی دی او د دغې مسئلې حلول د نړيوالې همکارۍ پياوړتيا ته اړتيا لري. په دغه مقاله کې به په افغانستان کې د نشه يي توکو د مسئلې د زيانونو او لاملونو او د دغې مسئلې د حلولو په هدف د چين په شمول د نړيوالې ټولنې د رول په هکله نظريې وړاندې شي. 

په افغانستان کې د نشه يي توکو کښت او قاچاق له ډېر وخت راهيسې شتون  لري. ملګرو ملتونو څه موده مخکې ويلي، چې د نشه يي توکو ګواښ ته نه پام، کولی شي چې د افغانستان سوله او امنيت له خنډ سره مخ کړي. په دغه هېواد کې د کوکنارو کښت او د نشه‌ يي توکو قاچاق نه ‌يوازې دا چې د جګړې سبب شوی، بلکې د سيمې او نړۍ امنيت ته هم ګواښ رسوي. همدا راز په دغه هېواد کې د نشه يي توکو د معتادينو شمېر ډېر زيات دی او حتی  په ځينو کورنيو کې ښځې او ماشومان په نشه يي توکو روږدي شوي دي. د اړوندې شمېرنې له مخې، په افغانستان کې څه دپاسه درې ميليونه خلک په نشه يي توکو روږد دي او د دې له امله په نشه يي توکو د اخته کسانو په منځ کې د ايډز ناروغۍ د خپرېدو خطرونه  هم زيات شوي دي. 

په نړۍ کې د نشه يي توکو کښت او توليد ځايونو ته په کتو، د دغې مسئلې د رامنځته کولو او پرمختګ تر شا مختلفې سياسي مسئلې شتون لري. جګړې او غیر منظم سياست همېشه د نشه يي توکو د کښت او قاچاق سبب شوی  او د نشه يي توکو له لارې رامنځته شوې ګټې د دغو ځايونو پر سياسي حالاتو اغېزه اچولی شي. ويلی شو په افغانستان کې د نشه يي توکو مسئله د دغه هېواد له سياست سره ټينګ تړاو لري. نو په دغه هېواد کې د یادې مسئلې د حلولو لپاره نه يوازې د نشه يي توکو د کښت او قاچاق ضد مبارزو ته اړتيا  شته، بلکې د دې تر شا سياسي سرچينو  ته هم باید ډېره پاملرنه وشي . 

بله خبره دا ده، چې په افغانستان کې د اقتصادي کمزورتيا له امله ډېری  خلک  وزګار دي او د بېوزلۍ تر محدوديت لاندې له خطرونو سره د نشه يي توکو په کښت او قاچاق لاس پورې کوي. په ۲۰۱۷ کال کې د افغانستان حکومت د کوکنارو په کښت ځايونو کې پر بزګرانو څه دپاسه لس زره ټنه تخمي غنم او شل زره  ټنه کرهنيز کیمياوي کود ووېشه او غوښتنه يې وکړه، چې بزګران د غنم د کرلو اندازه  ډېره کړي،خو زيات شمېر بزګران  لا هم د کوکنارو په کښت لګيا وو. 

دغه راز، په نړيوال بازار کې د نشه يي توکو وړتيا په افغانستان کې د دغو توکو د توليد يو ستر لامل دی. په افغانستان کې د جګړې، اقتصاد او سياست په چارو کې ډېرې لا ینحل مسئلې موجودې او دوام لري، نو په  داسې حال کې د نشه يي توکو د له منځه وړلو په وړاندې لا هم ډېرې ننګونې موجودې دي، چې د دغه هېواد او نړيوالې ټولنې لپاره يوه جدي دنده او ازموينه ده او د نړيوالې ټولنې ګډې همکارۍ ته اړتيا لري تر څو په پوره توګه د نشه يي توکو د قاچاق ځنځير ليری کېدای شي.

چين له افغانستان سره ګډه پوله لري او ښه ګاونډيان دي. چين تل په دغه هېواد کې د نشه يي توکو د مخنيوي له کارونو څخه ملاتړ کړی او کوي يې. په ۲۰۰۶ کال کې چين او افغانستان د نشه يي توکو د مخنيوي په  اړه د همکاریو یو تړون لاسليک کړ او دواړو خواوو په دې چارو کې د استخباراتي  معلوماتو د شريکولو او د دوسيو  د څارنې په شمول  ریښتیني همکارۍ کړي او د نشه يي توکو د قاچاق ډېرې دوسيې حل شوې دي. 

اوسمهال چين د افغانستان د نشه يي توکو د مسئلې حلولو په  اړه د شانګهای همکارۍ سازمان له لارې په نړيوالو همکاريو کې مهم رول لوبوي. په حقيقت کې چين په دې چارو کې له افغانستان سره د همکارۍ لپاره مشترک ټکي لري:

لومړی، چين د افغانستان ګاونډی هيواد دی او په دواړو هېوادونو کې کرهنيزې چارې ډېرې مهمې دي . دوهم دا چې د افغانستان جغرافيايي چاپيريال او اقليمي شرايط د چين له لويديځو سيمو سره ورته  دي او دریم دا چې چين د نشه يي توکو د مخنيوي په کارونو کې د هېواد په دننه او بهر کې ښې همکاريزې تجربې لري.

د دغو  ټکو له مخې، چين د يو مسئول لوی هېواد په توګه په افغانستان کې د نشه يي توکو د مخنيوي په چارو کې لا فعال رول لوبولای شي. چين کولی شي په افغانستان کې د کوکنارو پر ځای د کرهنيزو توليداتو د کښت په چارو کې مرسته وکړي او په دې باره کې د اړوندو مسلکي کارکوونکو روزنې تر سره کړي. همدا راز چين کولی شي په فعاله توګه د شانګهای همکارۍ سازمان په چوکاټ کې د افغانستان د نشه يي توکو له قاچاق سره مبارزه وکړي  او  د چين او د منځنۍ اسيا د هېوادونو د سرحدي سيمو د ادارو تر منځ  همکاري زیاته کړي. 

له ۱۸۴۰ کال څخه د نوي چين  له جوړېدو نه مخکې چينايان  د نشه يي توکو له امله له ډېرو خطرونو او ستونزو سره مخامخ شوي او له بهر څخه راغلي نشه يي  توکو، خلک او هېواد سخت  زيانمن  کړي دي. په همدې اساس د نشه يي توکو د مخنيوي نظريه د چينايانو په زړه کې په ټينګار سره پاتې  ده او چينايانو په عصري زمانه کې د نشه يي توکو د مخنيوي لپاره ډېر جدي کارونه او زحمتونه تر سره کړي او لا یې کوي. 

د چين حکومت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې چارو ته په ډېره درنه سترګه ګوري او په دې باره کې یې يو لړ جدي فعاليتونه عملي کړي، چې زياتې ارزښتناکې تجربې يې تر لاسه کړې دي. لومړی چين د نشه يي توکو د مخنيوي لپاره بشپړ قانوني سيستم لري، چې په اغېزمنه توګه یې د قانون له مخې اړوند فعاليتونه تطبيق کړي دي. برسېره پر دې سياسي سپيڅليتوب ډېر مهم دی. د چين حکومت د نشه يي توکو د مخنيوي په کارونو کې د فساد ضد مبارزه کوي، ځکه د نشه يي توکو د قاچاق په ځنځير کې ډېرې ګټې تر لاسه کېدای شي، نو هر دولتي کارکوونکی، چې په دې چارو کې کار کوي، بايد د دغو ګټو تمه  ونلري.د چين حکومت د نشه يي توکو د زيانونو په هکله د خلکو په منځ کې په ژوره توګه تبليغات کړي او لا یې هم کوي ، نو ملکي وګړي له نشه يي توکو نه د لېرې  ساتلو  فکر لري او په فعاله توګه د نشه يي توکو د مخنيوي په جګړو کې هم خپل رول لوبولی شي. 

په افغانستان کې د نشه يي توکو کښت او قاچاق د چين په شمول سيمه ايزو هېوادونو ته زيانونه رسولي دي، نو پکار ده، چې د نشه يي توکو سرچينه له منځه یوړل شي. چين هيله لري په افغانستان کې د نشه يي توکو د له منځه وړلو کارونه په سالمه توګه عملي شي او غواړي د نشه يي توکو د مخنيوي په چارو کې له افغانستان سره خپلې تجربې شريکې کړي. 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب