تاند ( جمعه، د سرطان ۴) د امریکا په سنا مجلس کې د جمهوري غوښتونکو د ګوند مشر سناتورمک کانل د طالبانو پوځي پرمختګ ته په کتو وایي، جو بایډن باید له افغانستان څخه د ځواکونو د ایستلو پالیسي کې بدلون راولي او د ځواکونو ویستل وځنډوي.
مک کانل دغه څرګندونې پرون له ولسمشر غني سره په ګانګرس ماڼۍ کې د کتنې پر مهال وکړې.
کانل زیاته کړې چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د ایستلو په هکله د بایدڼ پرېکړې يې افغان شریکان د هغو ګواښونو په مقابل کې یوازې پریښي، چې د هغه سلاکارانو هم منلې.
هغه ویلي، چې د امریکایي ځواکونو په وتلو سره طالبان زړور شوي او د وروستیو کلونو د لاسته راړونو د له منځه وړلو هڅه کوي.
نوموړی بیا هم ټینګار کوي چې په افغانستان کې روانه جګړه د مخنیوي وړ ده.
مک کانل وایي، د طالبانو د تحرکاتو په زیاتوالي سره د القاعده شبکه د بیا راپورته کېدو نیت لري.
کانل زیاته کړې، چې هیله ده ولسمشر جو بایډن له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو پرېکړه وځڼدوي.
کام ایر لومړنۍ الوتکه ده، چې له کابل نه واشنګټن ته مستقیمه الوتنه کوي
نوموړی داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې د شنونکو په باور له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د نېټې له پيل سره سم په دې هېواد کې جګړې هم زور اخیستی او ورځ تر بلې تېزېږي.
عام خلک هم هیله مند دي، چې روانه افغان وژنه به ژر د خبرو له لارې حل او دوی به د سولې پر ټغر ژوند پیل کړي.