شنبه, سپتمبر 28, 2024
Homeخبرونهکام ایر لومړنۍ الوتکه ده، چې له کابل نه واشنګټن ته مستقیمه...

کام ایر لومړنۍ الوتکه ده، چې له کابل نه واشنګټن ته مستقیمه الوتنه کوي

تاند ( پنج شنبه، د سرطان ۳)  کام ایر د افغانستان لومړنۍ الوتکه ده، چې له کابل نه واشنګټن ته مستقیمه الوتنه کوي.

یادې الوتکې نن ولسمشرغني له مل پلاوي سره د امریکا پلازمېنې واشنګټن ته ورسوه.

کام ایر په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، چې دوی د هېواد په تاریخ او هوایي چلند کې  یو ویاړ ثبت کړ.

سرچینه لیکلي: « کام ایر هوایي شرکت له کابل څخه تر واشنګټن پورې د افغان ولسمشر او ورسره مل پلاوي له ویاړه ډک کوربه توب درلود. د یادونې ده چې دا الوتنه د A-340 الوتکې په وسیله ترسره شوه. او دا زموږ لپاره تر ټولو لومړنی ستر ویاړ دی».

د ارګ د معلوماتو له مخې، د ولسمشر غني په مشرۍ امریکا ته تللی پلاوی پلازمینې واشنګټن ته رسېدلی دی.

ټاکل شوې نوموړی په دې سفر کې د امریکا له ولسمشر جو بایډن، د سنا او کانګرس له غړو سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر نوي فصل او د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا بحثونه وکړي.

ارګ زیاتوي، چې افغان ولسمشر او مل پلاوی به په دې سفر کې په ځانګړې توګه له افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د دغه هېواد پر ملاتړ هم خبرې اترې وکړي.

2 COMMENTS

  1. خبرونه
    کام ایر لومړنۍ الوتکه ده، چې له کابل نه واشنګټن ته مستقیمه الوتنه کوي

    خبریال:
    zaiF
    جون 24, 2021
    0
    898
    Facebook Twitter Pinterest WhatsApp

    تاند ( پنج شنبه، د سرطان ۳) کام ایر د افغانستان لومړنۍ الوتکه ده، چې له کابل نه واشنګټن ته مستقیمه الوتنه کوي.

    یادې الوتکې نن ولسمشرغني له مل پلاوي سره د امریکا پلازمېنې واشنګټن ته ورسوه.

    کام ایر په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، چې دوی د هېواد په تاریخ او هوایي چلند کې یو ویاړ ثبت کړ.

    سرچینه لیکلي: « کام ایر هوایي شرکت له کابل څخه تر واشنګټن پورې د افغان ولسمشر او ورسره مل پلاوي له ویاړه ډک کوربه توب درلود. د یادونې ده چې دا الوتنه د A-340 الوتکې په وسیله ترسره شوه. او دا زموږ لپاره تر ټولو لومړنی ستر ویاړ دی».

    د ارګ د معلوماتو له مخې، د ولسمشر غني په مشرۍ امریکا ته تللی پلاوی پلازمینې واشنګټن ته رسېدلی دی.

    ټاکل شوې نوموړی په دې سفر کې د امریکا له ولسمشر جو بایډن، د سنا او کانګرس له غړو سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر نوي فصل او د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا بحثونه وکړي.

    ارګ زیاتوي، چې افغان ولسمشر او مل پلاوی به په دې سفر کې په ځانګړې توګه له افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د دغه هېواد پر ملاتړ هم خبرې اترې وکړي.

  2. د کام ایر هوایی شرکت ته مبارکي وایو چې دا له ویاړه ډک سفر یې تر امریکا پورې کړی او زمونږ چارواکي یې د خبرو لپاره هلته رسولي دي .
    اما دا به زمونږ په تاریخ کې یو تور داغ پاته شي چې د نړیوالو مرستو له میلیاردونو دالرو نه زمونږ چارواکو په نړیوال ستندرد یوه الوتکه د دولتي مقاماتو د سفر لپاره هم ونه پېرله .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب