پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهپه ختیځ کې د ملي اردو د درېیمې لوا درستیزوال نورجان ووژل...

په ختیځ کې د ملي اردو د درېیمې لوا درستیزوال نورجان ووژل شو

تاند (پنجشنبه د سرطان ۳) د ننګرهار والي ضیاءالحق امرخېل تائید کړه چې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو د درېیمې لوا رئیس ارکان ډګروال نورجان نن سهار د شېرزادو ولسوالۍ په پټلو کلي کې د نښان ویشتونکي ټوپ په مرمۍ لګېدلی او وژل شوی دی.

د معلوماتو له مخې، نورجان تردې وړاندې د سرحدي لومړۍ لوا درستیزوال و چې بیا تقاعد شو، خو د نوموړي د ښو خدمتونو، زړورتیا او د جګړه ییزې منصبدارۍ د وړتیا درلودو له کبله رفع تقاعد او د بیا ځل لپاره د دریمې لوا درستیزوال وګومارل شو.

تر اوسه په ښکاره توګه د دې پېښې مسؤلیت چا نه دی منلی خو په سیمه کې له تیرو څو میاشتو راهیسې د وسله والو طالبانو پرضد د افغان حکومت نظامي عملیان روان دي چې د دواړو لوریو ترمنځ د نښتو او یو بل ته د مرګ ژوبلو او زیانونو خبرونه ورکول کېږي.

ورته مهال د ننګرهار ولایت د مطبوعاتو دفتر نن پنجشنبه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په حصارک ولسوالۍ کې د تېرو درې ورځو پر مهال ۳۴ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ۴۶ ټپیان نور شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې، په ياده ولسوالۍ کې د طالبانو پر ضد عمليات په برياليتوب سره دوام لري.

1 COMMENT

  1. الله پاک دې وبخښي، او اروا دې ښاده کړي.
    د تاند قدرمنې ادارې !
    زموږ ملي امنیتي او دفاعي ځواکونه د خاورې او ملت نه ساتنه کوي، دوی ته د وژل شوي په ځای د شهید شوي سپیڅلې کلیمه کاروئ. مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...