شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهد بشري حقونو کمېسیون: تېرو درې اونیو کې ۴۰۵ ملیکانو ته مرګ...

د بشري حقونو کمېسیون: تېرو درې اونیو کې ۴۰۵ ملیکانو ته مرګ ژوبله اوښتې

تاند (پنجشنبه د سرطان ۳) د افغانستان د بشري حقونو کمیسیون وايي، چې د دې هېواد په مختلفو برخو کې د جګړو د زور او پراخیدو له امله د ملکي وګړو په مرګ ژوبله کې زیاتوالی راغلی دی.

د دغه کمیسیون یوه کمیشنر شکرالله مشکور نن سه شنبه وویل چې د تېرې جوزا میاشتې په وروستیو درې اونیو کې د جګړو له امله ۴۰۵ ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښټې ده.

د ښاغلي مشکور په خبره، د جوزا له اومې نېټې څخه د همدې میاشتې تر ۲۶مې نېټې پورې په افغانستان کې ۱۴۴ ملکیان وژل شوي او ۳۱۳ تنه نور ټپيان شوي دي.

هغه وویل جګړه د حل لار نه ده او باید ښکیلې غاړې د خبرو له لارې روان تاوتریخوالي ته یوه حل لاره ولټوي.

ترې دې وړاندې ملګرو ملتونو هم په افغانستان د جګړو او تاوتریخوالي په زیاتیدو او له امله یې ملکي وګړو ته زیانونو د اوښتو په هکله اندېښه ښودلې وه او ویلي یې و چې د افغان حکومت او د طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو له پیل څخه راوروسته د تیر کال ورته مودې پرتله په افغانستان کې تاوتریخوالي کې ۴۱ فیصده زیاتوالی راغلی دی.

ملګروملتونو هم د افغان جګړې له ښکیلو خواوو غوښتي چې د سولې دریدلې خبرې دې له سره پیل کړي او د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره دې په عاجل ډول اوربند باندې موافقه وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب