جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+ځاځي خپلې لوبډلې ته د بریا ترڅنګ د غوره لوبغاړي جایزه هم...

ځاځي خپلې لوبډلې ته د بریا ترڅنګ د غوره لوبغاړي جایزه هم واخیسته

تاند (سه شنبه، د سرطان ۱) د پاکستان سوپر لیګ ایلیمینېټر ۱ لوبه د کراچۍ کېنګز او پېښور زلمي لوبډلو ترمنځ ترسره شوه.

پچه پېښور زلمي وګټله او لومړی یې کراچۍ کېنګز ته د توپ وهنې بلنه ورکړه.

کراچۍ کنګز په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۵ منډې وکړې.

بابر اعظم ۵۳، تیسارا پریرا ۳۷ تر نورو ډېرې منډې وکړې.

پېښور زلمي لپاره بیا وهاب ریاض، محمد عرفان او اصف ۲-۲ لوبغاړي وسوځول.

د پېښور زلمي لوبډلې په ۲۰ ام اور کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو ټاکل شوی هدف پوره کړ او د ۵ ویکټو په شتون کې بریا خپله کړه.

د دوی لپاره افغان لوبغاړي حضرت الله ځاځي د ۵ شپږیزو او ۱۰ څلوریزو پر مټ په ۳۸ توپونو ۷۷ چټکې منډې وکړې.

کراچۍ لپاره بیا پرېرا ۲، نور احمد لکڼوال، محمد الیاس او محمد عامر ۱-۱ لوبغاړي وسوځول.

حضرت الله ځاځی د لوبې غوره لوبغاړی شو.

د یادونې ده چې ځاځي د پاکستان په سوداګریز کې کې تر دې دمه ۳ لوبې کړي او دوه ځلې غوره لوبغاړی ټاکل شوی دی.

پېښور زلمي، کراچۍ ته په ماتې ورکولو سره ایلیمینېټر ۲ لوبې ته لار پېدا کړه.

دوی به د اسلام اباد یونایټیډ سره ولوبېږي او که یې اسلام اباد ته ماتې ورکړه، نو پایلوبې ته به لاړه شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب