Home+پي اېس اېل: ملتان سلطانز لوبډله پایلوبې ته ورسېده

پي اېس اېل: ملتان سلطانز لوبډله پایلوبې ته ورسېده

تاند ( سه شنبه، د سرطان ۱) د پاکستان سوپر لیګ کوالیفایر لوبه کې تېره شپه د ملتان سلطانز او اسلام اباد یونایټیډ لوبډلو ترمنځ لوبه ترسره شوه.

د ملتان سلطانز لوبډلې پچه وګټله او لومړی یې توپوهنه غوره کړه.

ملتان سلطانز په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو ۱۸۰ منډې وکړې، چې له ډلې یې مقصود ۵۹، خوشدل شاه ۴۲ ناسوځېدلې، جوهانسن چارلس ۴۱ تر نورو ډېرې منډې وکړې.

د اسلام اباد یونایټیډ لوبډلې په ۱۹ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو یوازې ۱۴۹ منډې وکړې او د ۳۱ منډو په توپیر یې په لوبه کې ماتې وخوړه.

اسلام اباد لپاره عثمان خواجه ۷۰ او حسین طلعت ۲۵ منډې وکړې.

د ملتان له خوا سهیل تنویر او بلیسنګ موزرباني ۳-۳ لوبغاړي وسوځول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له مرحوم محمد هاشم میوندوال سره زما دوې خاطرې | زمری محقق

د میوندوال د شهادت د ۵۳ کال په مناسبت: لومړی خاطره (انتخابات ):   د مرحوم محمد هاشم میوند وال د انتخاباتو څځه زما یوه نه هیریدونکې...