شنبه, مې 18, 2024
Home+امریکایي مخترع ویلیام ایس. باروز

امریکایي مخترع ویلیام ایس. باروز

(Burroughs, William S)

(۱۸۵۵ –  ۱۸۹۸)


ژباړه: رحمت شاه فراز

کمپیوټرونه هغه اولني ماشینونه نه وو چې د تجارت او سوداګرۍ د فعالیت په طرز او روش کې تغییر راوست، بلکې تر ۱۸۸۰ کلونو له مخه لا، د لیکونو او راپورونو د چمتو کولو لپاره د ټایپ رایټرونو استعمال پیل شوی وو. خو د روزنامچې، محاسبې او نورو هغو چارو لپاره چې اعداد به پکې دخیل وو، یوازیني وسایل چې هغه مهال موجود وو، لېجرونه، قلمونه او په لاس د محاسبو د کولو وړتیا وه. خو د نولسمې پېړۍ وروستي کلونه د اختراعاتو عصر وو او ویلیام سیوارډ باروز هغه اولنی عملي او میخانیکي ماشین حساب اختراع کړ چې د پراخه استعمال لپاره صحنې ته راووت. 

باروز د جنورۍ په ۲۸، ۱۸۵۵ کال د نیویارک ایالت په آبورن کې زېږېدلی. د خپل وخت د اکثرو زلمیانانو غوندې، ده هم تر اتم ټولګي ور اخوا د رسمي زده کړو لپاره ښوونځی نه درلود او په پنځلس کلنۍ کې یې په کارونو پیل وکړ او په ګڼو دندو یې لاس پورې کړ، چې له ډلې يې په یوه دکان کې مزدوري او دغه راز په یوه بانک کې د محاسب په ډول وظیفه ښودلی شو، خو داسې ښکارېدل چې دفتري کارونه د نوموړي په روغتیا د یو څه فشار لامل ګرځېدل. نو په دې پسې يې د خپل پلار په دوکان کې کار ته اوږې ورکړې او دلته به یې د فلزي شیانو لپاره قالبونه جوړول. تر دې وروسته یې د نجارۍ په یوه شرکت کې دنده واخیسته چې د (راتلونکو سترو تولیداتو شرکت) نومېده. 

د منشي توب په برخه کې د باروز د تجربې او د عملي او میخانیکي پوهې امتزاج د یوه دفتري ماشین د مخترع لپاره یو ایډیال او د لارې مشال وګرځېدل. 

له خپلې کاروباري تجربې باروز په دې پوه شوی وو چې په لاس د دفتري محاسبو سرته رسول یو ډېر پېچلی او سترګځوره (د سترګو ځوروونکی) فعالیت دی او محاسبه کوونکي اړ وو چې د احتمالي تېروتنو لپاره د خپل وخت تقریباً نیمه برخه د هرې محاسبې په بیاکتنه تېره کړي. بل خوا د تولید او د ماشینونو په پلورنځیو کې تر دندې وروسته باروز په دې باوري شوی وو چې د یوه داسې اعتبار وړ ماشین جوړول باید کېدونی وي چې د هغو په مټ د بټنونو په کېکاږلو او د اهرمي مېلو په کشولو اعداد جمع کړای شي.

میخانیکي ماشین حسابونه کومه نوې خبره نه وه؛ مثلاً فرانسوي ساینسپوه او فلسفي (بېلس پاسکال) په اوولسمه پېړۍ کې لا په لاس یو ابتدايي ماشین حساب جوړ کړی وو. خو لومړني ماشین حسابونه په اسانه جام کېدل (نښتل) او په یو وخت کې به یې معمولاً د ارقامو فقط یو ستون (کالم) جمع کولی شوی، او د ماشین حساب اپرېتور به اړ وو چې د یوه کالم نتیجه (حاصل جمع) په منوال ډول بل کالم ته ولېږدوي. په ۱۸۸۶ کې باروز او درې نورو اختراع کوونکو د (امریکايي اریتمومتر شرکت) بنسټ کېښود، چې د یوه اعتبار وړ ماشین حساب په ډیزاین کې بهتري او پېشرفت رامنځته کړي او بازار موندنه ورته وکړي.

د باروز په ماشین کې به چې د اعدادو کوم کالم د ان پټ په حیث ماشین ته ورکول کېده، د هغه کالم لپاره یاد ماشین د بټنونو یو بېل کالم درلود چې هرې بټنې د یوه عدد نمایندګي کوله. (په همدې ډول د اعدادو د بل هر کالم لپاره به د بټنونو یو بېل کالم وو؛ ژباړن) په دې توګه به اپرېتور په ډېر اسانه سم بټنونه کېکاږل، اهرمي میله به یې کش کړه او ماشین ته به عدد دننه شو، او دغه عدد به یې ترمخ له دننه شوو اعدادو سره جمع کړ. د ماشین په کیبورډ کې له یوه ځانګړي احتیاطي فیچر څخه هم ګټه اخیستل شوې وه، چې د یوه عدد تر لیکلو دمخه به یې په تصادفي ډول د یوې اضافي بټنې د کېکاږل کېدو مخه نیوله. 

د دې ماشین اولنی ماډل په ۴۷۵ ډالره خرڅ شو، چې دغه پیسې نن ورځ له زرګونه ډالرو سره معادل ښودلی شو. د دې ماشینونو اولنۍ ټولګې یو لړ میخانیکي ستونزې لرلې او که به محاسب یوه اهرمي میله ډېره په زور کش کړه نو ماشین به غلط اعداد ذخیره کول. دغه پرابلم د یوه بل فیچر یا مشخصې په مټ حل کړی شو چې «ډېش پاټ» نومېدله. د دې فیچر ګټه دا شوه چې محاسب به چې هر څومره زور لګاوه، خو په لاستي باندې به هماغه یوه اندازه قوه واردېده.

د ماشین پرمختللی ورژن په لوی شمېر وپلورل شو او تر ۱۹۸۵ کال له مخه، د (امریکايي اریتمومتر شرکت) په کال کې شاوخوا۳۰۰ ماشینونه له یوې داسې فابریکې وپلورل چې ۶۵ منشیان او صنعتي کارمندان او درې تنه د فروشاتو کارکوونکي یې درلودل. تر ۱۹۰۰ کال له مخه، د ماشین فروشات او کارمندان نږدې درې چنده زیات شول، خو باروز يې د لیدو لپاره په نړۍ کې نه وو. ده په ۱۸۹۸ کال له نړۍ سره مخه ښه وکړه. تر مرګ یو څه موده مخکې، فرانکلین انسټیټوټ نوموړي ته د خپلې اختراع لپاره جایزه ورکړه. 

په ۱۹۰۵ کې د شرکت نوم (د باروز د جمع کوونکي ماشین شرکت) ته تبدیل شو. د ماشینونو پرمختللو ورژنونو اوس د تفریق وړتیا هم لرله او دغه راز کولی یې شوی چې جزوي جمع (subtotal) او کلي جمع (total) دواړه پرنټ کړي، او دې ماشینونو د یوه رښتیني ماشین حساب حیثیت خپل کړی وو. د نوموړي ماشین ګرځنده ورژن په ۱۹۱۸ کې را ښکاره شو. تر ۱۹۲۰ کلونو له مخه، لا پرمختللو ماشینونو کولی شوی چې (د بیلونو د لیکلو) لپاره له اعدادو سره سره، متن هم چاپ کړي، او بټنونو يې په برقي ډول فعالیت کاوه، نو اپرېتور به په ډېر اسانه دغه بټنونه لمس کول او اړتیا نه وه چې په زور یې کېکاږي.

په ۱۹۵۰ کلونو کې، د (باروز شرکت) تر نوم لاندې، یاد شرکت د کمپیوټر جوړونې په نوي بازار کې د دفتري ماشینونو د ستر ځواک یعنې IBM شرکت له سیالۍ سره مخ شو. خو IBM شرکت چې د مېن فرېم کمپیوټرونو په بازار تسلط خپور کړ، نو باروز شرکت یې یو عزتمن او محترم سیال وګرځېد.  په ۱۹۸۶ کال کې باروز او سپارې شرکتونه په یو بل کې مدغم شوو. 

د یوه اعتبار وړ ماشین حساب د جوړولو له لارې باروز وکولی شول چې دفترونه د اټومېشن (خپلچلۍ) له نظریې سره اشنا کړي او د کمپیوټرونو یوه ستر انقلاب ته لاره هواره کړي. 

اضافي لوستونه:

1- Charles Babbage Institute. “Burroughs Corporation

History.” Available on-line. URL: http://www.cbi.umn.edu/collections/inv/burros/burhist.htm. Updated on April 2, 2002.

2- Morgan, B. The Evolution of the Adding Machine: The Story of Burroughs. London: Burroughs Machines, 1953.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب