جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهپاکستان: موږ او امریکا افغانستان کې ګډې ګټې لرو، غواړو جګړه ختمه...

پاکستان: موږ او امریکا افغانستان کې ګډې ګټې لرو، غواړو جګړه ختمه شي

تاند ( سې شنبه، د سرطان ۱ ) پاکستان یو ځل بیا ویلي چې په افغانستان کې د خبرو له لارې د جګړو د ختمېدو ملاتړي دي.

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان واشنګټن پوسټ ته ویلي امریکا او پاکستان په افغانستان کې ګډې ګټې لري.

دده په وینا امریکا هم غواړي افغانستان کې دایمي ثبات، سوله او پرمختګ رامنځ ته شي او پاکستان هم د همدې چارې غوښتونکی دی.

دده په خبره د هغه حکومت کلک ملاتړ کوي چې د افغانانو په خوښه او انتخاب رامنځ ته کېږي او په وینا یې په افغانستان کې هېڅ بهرنۍ لاسوهنه ګټوره نه ده، تر ګټو یې زیانونه ډېر وي او دا تاریخ ثابته کړې ده.

د عمران خان په وینا پاکستان د افغان کشالې د حل لپاره کافي تجربې لري او هڅه کوي د سولې په برخه کې خپلې همکارۍ لا پراخې کړي.

نوموړي ویلي په سیمه کې د امریکا حضور، د ډرون الوتکو بریدونه او د جګړې دوام به د امریکا دښمنان ډېر کړي له همدې امله دوی په هېڅ صورت امریکا ته د اډو له ورکړې سره موافقه نه کوي.

عمران خان داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې د افغان حکومت ټول لوړپوړي چارواکي دغه هېواد د ترهګرو او په افغانستان کې د روانې جګړې ملاتړی بولي.

1 COMMENT

  1. د عمران خان په وینا پاکستان د افغان کشالې د حل لپاره کافي تجربې لري…
    عمران خان ته :
    تاسې د کومې تجربې څخه خبرې کوئ؟ همدا چې افغانستان کې ګډوډي، خانه جنګي، په افغانانو د کفر او د دولت په ضد د جهاد فتوی لګوئ، افغانان وژنئ، عامه ټولګټو او تاسیسات ورله په بمونو الوځوئ، جماتونه، روغتونونه، پوهنتونونه او د عامه خدمتونو مرکزونو کې ورله بمونه الوځوئ، استاذان، ډاکټران، انجینران، ژورنالستان، واکسیناتوران، خبریالان، سپین ږیري، مخور او د جرګو خلک ورله ترور کوئ، او علمي او مسلکي کدرونه په کور، کلي، بازار، لار او ګودر کې وژنئ، همدا ستاسې تجربه ده.
    دا تجربه خو د افغان کشالې د حل لاره نده، دا خو د یو دولت ویجاړول دي، د یو ملت وینه تویول دي.
    عمران خانه په الله قسم چې ستاسې ټولې خبرې چې څوک سرچپه کړئ، نو هغه به ستاسې مقصد وي. لکه تاسې د افغانستان د ورانولو ښه تجربه لرئ. د سولې په ځای د منافقت او افغان وژنې او اختلاف اچونې ښه تجربه لرئ، ستاسې ګډې ګټې په یوه کمزوري، ناتوانه، او داسې افغانستان کې دي، چې هیڅ منظمه ډیپلوماتیکه دستګاه ونلري، سیاست او نړیوالې اړیکې پکې فلج وي، ملت در په در او خاورې په سر وي، ستاسې په کمپونو کې کډوال وي، او د افغانستان او د کشمیر جنګ لپاره یې د جهاد په نوم جلب او جذب او استعمال کړئ، داسې افغانستان چې منظمه او پیاوړې اردو ونلري، داسې افغانستان چې هیڅ داخلي او بهرني وزارتونه ونلري، همدا چې امربالمعروف او نهي عن المنکر وي، دا به هر څه وي، داسې افغانستان چې تاسې ورته د پاکستان پنځمه صوبه وایي..
    عمران خانه دا خوب دې سیند ته ووایه، دا هیلې به مو هیڅکله بریالۍ نشي. ان شاء الله. الله پاک به دا ځل تاسې د خپل نفاق او انسانیت ضد ترهګرۍ او نفرتونو سزا درکوي. او افغانان او ورسره ټوله نړۍ په تاسې ښه آګاه او پوه دي، او دا ځل غولیدل ناممکن دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب