جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهپنټاګون: د طالبانو بریدونو ته په کتو به د سرتېرو د ایستلو...

پنټاګون: د طالبانو بریدونو ته په کتو به د سرتېرو د ایستلو بهیر ورو شي

تاند (سه شنبه د سرطان ۱) د امریکا دفاع وزارت وايي چې د طالبانو وروستیو بریدونو او پرمختګونو ته په کتو ښايي له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ایستلو بهیر ورو شي.

د پنټاګون ویاند جان کربي پرون ماښام یوې خبري ناستې ته په خبرو کې وویل چې د سېپټمبر تر ۱۱مې پورې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د اېستلو په برخه کې د ولسمشر جو بایډن ټاکلی مهلت پر ځای دی،  خو که طالبان جګړې نورې هم شدیدوي نو د سرتېرو د ایستلو بهیر به ورو کړي.

د کربي په خبره طالبانو په وروستیو کې خپل بریدونه ډېر کړي دي نو له همدې امله د سرتېرو د ایستلو په مسئله کې د احتیاط سپارښتنه شوې ده.

د پنټاګون ویاند داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې ځینې رسنۍ د سرتېرو په وتلو کې د سرعت خبره کوي او وایي چې امریکا ښايي د رسنیو له خبرولو پرته خپل سرتېري له افغانستانه وباسي.

باید وویل شي چې په وروستیو څو اونیو کې طالبانو خپلې جګړې شدیدې کړې دي چې له امله یې د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ ګڼې ولسوالۍ لاس په لاس شوي.

ښاغلي کربي زیاته کړه چې د افغانستان وضعیت د بدلون په حال کې دی او دا په داسې حال کې ده چې طالبانو خپلو حملو ته زور ورکړی او تاوتریخوالی اوج ته رسېدلی.

د پنټاګون ویاند زیاته کړه چې پوځي چارواکي روان وضعیت په منظم ډول څاري او له افغانستانه د وتلو په برخه کې پرېکړې به روانو جریاناتو ته په پام سره کېږي، خو په خبره یې چې امریکايي ځواکونه به له طالبانو سره په جګړه کې د افغان پوځ ملاتړ ته تر هغه وخته دوام ورکړي چې په افغانستان کې امکانات لري.

د یادونې ده چې د امریکا پوځ په تېره یوه میاشت کې څو مهمې اډې هم افغان ځواکونو ته سپارلي او د سرتېرو اېستلو بهیر لا هم دوام لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب