پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهد ایران نوي ولسمشر له افغانستان سره د اړیکو د لا پراختیا...

د ایران نوي ولسمشر له افغانستان سره د اړیکو د لا پراختیا ژمنه وکړه

تاند (سه شنبه د سرطان ۱) ولسمشر محمد اشرف غني ابراهیم رییسي ته د ایران د نوي ولسمشر په توګه د ټاکل کېدو مبارکي ورکړه.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې ښاغلي غني له ښاغلي رییسي سره بېګا شپه ټلیفوني خبرې وکړې او هغه ته یې په چارو کې د بریا هیله وکړه.

د ارګ په خبرپاڼه کې د ولسمشر غني له قوله راغلي چې افغانستان او ایران دوه داسې ګاونډي هېوادونه دي چې په خپلو کې ژورې تاریخي او فرهنګي اړیکې لري او په وینا یې افغان لوری تمه لري چې د ښاغلي رییسي په راتګ سره به دغه اړیکې لا پراخې شي.

د خبرپاڼې له مخې ابراهیم رییسي هم افغانستان د ایران ښه ملګری او ښه ګاونډي وباله او ټینګار یې وکړ چې د اړیکو د لا پراختیا لپاره به هڅه کوي.

د ایران د ولسمشرۍ په انتتخاباتو کې چې د شنبې ورځ/ د جوزا ۲۹مه/ یې نتیجه اعلان شوه، ابراهیم رییسي د دغه هېواد د نوي ولسمشر په توګه اعلان شو.

ابراهیم رییسي د ایران د جمهوري ریاست انتخابات وګټل

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...