جمعه, دسمبر 12, 2025
Homeخبرونهملګري ملتونه: تېرکال ۸۵۰۰ ماشومان د جګړې په لیکو کې جذب شوي

ملګري ملتونه: تېرکال ۸۵۰۰ ماشومان د جګړې په لیکو کې جذب شوي

تاند ( سه شنبه، د سرطان ۱) ملګري ملتونه وايي، چې په تېر کال له شاوخوا ۸۵۰۰ ماشومانو په جګړو کې د سرتېري په توګه ګټه اخیستل شوې ده.

سرچینې په خپل یو تازه راپور کې ویلي، چې لا هم د نړۍ په ګوټ ګوټ کې وسله والې ډلې په خپلو لیکو کې ماشومان ګوماري او وسلې ورکوي.

د سرچینې د راپور په حواله په تېر ۲۰۲۰ز کال په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۸۵۰۰ ماشومان د جګړو په لیکو کې استخدام شوي، چې له دې ډلې ۲۷۰۰ یې وژل شوي دي.

ملګرو ملتونو د جګړو په لیکو کې د ماشومانو ګومارل بشر ضد کړنه بللې او د دې چارې د مخنیوي غوښتنه یې کړې ده.

د ملګرو ملتونو په راپور کې ځينې افریقايي او اسیایي هېوادونه د هغو هېوادونو په کتار کې یاد شوي، چې وسله والې ډلې پکې ماشومان په خپلو لیکو کې ګوماري او د جګړو ډګر ته یې لېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میرمن قمرګلې د تلین په مناسبت د هغې هنر ته کتنه| اسیه محرابي

د ارواښادې مېرمن قمر ګل د درېیم تلین په مناسبت د اغلې محرابي دا لیکنه بیا خپروو. تاند مېرمن قمرګلې له ماشومتوبه د خپلې هنرپالې...