Homeخبرونهلغمان: د هاوان مرمۍ لګېدو پېښه کې ۵ ماشومان مړه او ټپيان...

لغمان: د هاوان مرمۍ لګېدو پېښه کې ۵ ماشومان مړه او ټپيان شوي

تاند ( سه شنبه، د سرطان ۱) د لغمان ولایت امنیتي چارواکي وایي، چې تېرماښام د دې ولایت په مرکز کې د هاوان مرمۍ ۵ ماشومانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د ملي امنیت اړوند ۰۲ قعطې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دا پېښه د مرکز مهترلام اړوند ارمل سیمه کې شوې، چې له امله یې یو ماشوم وژل شوی او ۴ نور ټپيان دي.

سرچینه وایي، چې د هاوان دا مرمۍ د وسله والو طالبانو له لوري توغول شوې ده.

د معلوماتو له مخې دا په روانه میاشت کې دریم برید دی چې ترسره کېږي او په کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي.

حکومتي چارواکي یاد کار د وسله والو طالبانو کار بولي، خو یادې ډلې تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

زموږ د وختونو پسرلي | پوهاند دودیال

زموږ د وختونو پسرلی ښه و، برکت و، مینه وه، یووالی و او هیلې وې. نوروز ته به  یوڅو ورځې پاتې وې، چې د...