جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهافغان ځواکونو د بلخ او دوشي ولسوالۍ بېرته له طالبانو ونیولې

افغان ځواکونو د بلخ او دوشي ولسوالۍ بېرته له طالبانو ونیولې

تاند ( سه شنبه ، د سرطان ۱) ملي دفاع وزارت وایي، افغان امنیتي ځواکونو د بلخ ولایت د خاص بلخ ولسوالي او د بغلان ولایت دوشي ولسوالۍ بېرته  له طالبانو ونیولې.

یاد وزارت په جلاجلا خبرپاڼو کې د یادو ولسوالیو د نیول خبر ورکړی دی.

سرچینه وایي، افغان کومانډو ځواکونو تېره شپه ۹ بجې په بلخ ولسوالۍ کې د طالبانو پر وړاندې عملیات پیل کړل او له شاوخوا یونیم ساعت جګړې وروسته افغان ځواکونو یاده ولسوالي په بشپړ ډول ونیوله.

دسرچینې په وینا، په دغو عملیاتو کې تر ۳۱ ډېر طالبان ووژل شول او د بلخ بالا حصار بیرته د افغان سرتېرو لاسته ورغی.

دفاع وزارت دغه راز د بغلان د دوشي ولسوالي د بېرته نیولو خبر هم ورکوي او وایي، افغان ځواکونو تېره شپه په خپلو تصفیوي عملیاتو کې د بغلان دوشي ولسوالي په بشپړ ډول  له طالبانو پاکه کړه.

ملي دفاع  دغه راز په یوه بله خبرپاڼه کې ادعا کوي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د افغان ځواکونو په هوایي او ځمکنیو بریدونو کې ۲۳۴ طالبان وژل شوي او ۱۰۳ نور ټپیان شوي دي.

سرچینه وایي، یاده مرګ ژوبله طالبانو ته په لوګر، ننګرهار، پکتیکا، خوست، کندهار، زابل، فاریاب، بلخ، سمنګان، هلمند، تخار، بغلان، پروان، کندز او کابل ولایتونو کې اوښتې ده.

بل لورته بیا طالبانو ځانته د اوښتې مرګ ژوبلې په تړاو څه نه دي ویلي، خو د دوشي ولسوالۍ په تړاو یې د افغان ځواکونو ادعا بې بنسټه بللې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې طالبانو د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې یوشمېر ولسوالۍ نیولي او تازه یې د کندوز د چهار درې ولسوالۍ د نیولو خبر هم ورکړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب