جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهابراهیم رییسي د ایران د جمهوري ریاست انتخابات وګټل

ابراهیم رییسي د ایران د جمهوري ریاست انتخابات وګټل

تاند – د ایران د ولسمشرۍ په انتتخاباتو کې چې نن /د جوزا ۲۹مه/ یې نتیجه اعلان شوه، ابراهیم رئیسي د دغه هېواد د نوي جمهور رییس په توګه اعلان شو.

لوېدیځو رسنیو دغه ایرانی سیاستوال چې د متحده ایالاتو له خوا پرې بندیزونه هم لګېدلي دي، سخت دریځه بللی او لیکلي یې دي چې په سیاسي اعدامونو کې لاس لري.

په ایران کې د واکمن سیاسي نظام مخالف سیاستوال او د رئیسي مخالفین وایي، انتخابات داسې مهندسي شوي وو چې رئیسي یې وګټي.

ابراهیم رییسي به تر دې وروسته په ایران کې مذهبي مشر آیت الله علي خامنه اي پسې وروسته دویم لوی چارواکی وي، او کېدی شي چې خامنه اي پسې وروسته د لوی مذهبي مشر موقف هم ترلاسه کړي.‌

رئیسي چې ۶۰ کاله عمر لري په ۱۹۶۰ کې په مشهد کې پېدای شوی، پوره نوم یې سید ابراهیم رئیس الساداتي دی خو په لنډه د ابراهیم رئیسي په نامه یادیږي، مېرمن یې جمیله علم الهدی نومېږي، دوه لوڼې لري، او د مشهد د لوی جومات د خطیب او شیعه عالم احمد علم الهدی زوم دی.

ابراهیم رئیسي چې تر دې مخکې یې د لوی څارنوال او قاضی القضات په توګه کار کړی، د ۲۰۱۷ د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې یې د حسن روحاني پر وړاندې ماتې خوړلې وه خو نن د ۲۰۲۱ د جمهوري ریاست د انتخاباتو ګټونکی اعلان شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب