تاند(شنبه، د جوزا ۲۹) ولسمشر محمد اشرف غني وایي، د کورونا درېیمه څپه تر اوسه پورې په ښه ډول مدیریت شوې او په وینا یې اوسني او راتلونکي ټولې پرېکړې به د علمي اساساتو او تېرو تجربو په اساس وشي.
ولسمشر غني نن د کورونا درېیمې څپې مدیریت په هکله په ارګ کې جوړه شوې غونډې ته وویل، په اوسني وضعیت کې لومړیتوب د عاجلو روغتیایي خدمتونو برابرول دي.
نوموړي زیاته کړې، چې درېیمه څپه د حرکت په حال کې ده او دغه راز یې له خلکو وغوښتل چې روغتیایي لارښونې په پام کې ونیسي.
د هغه په وینا لومړیتوب دې د ټولنې زیانمن قشر ته ورکړل شي او د واکسین پر تطبیق د هجوم مخنیوي لپاره دې خلکو ته عامه پوهاوی ورکړل شي.
د عامې روعتیا وزارت د مالوماتو پر بنسټ، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا ۱۳۸۴ مثبتې پېښې ثبت شوي او ۹۲ کسان یې له کبله مړه شوي دي.
د راپورنو له مخې، د هېواد په ډېریو روغتونونو کې دمګړۍ د کورونا ناروغانو بسترونه ډک شوي او اکسیجن بالونونه خالي شوي دي.
لکه څنګه چې وایی ، له یوه لاسه ټک نه خېژي . زمونږ هېوادوال باید ټولې ستونزې دولت ته راجع نه کړي ، بلکې ټول هېوادوال له یو بل سره د کورونا په مخنیوي کې له یوبل سره همکاري او مرسته وکړي .
د کورونا وبا په کنترول کې زیاته ملامتیا ولس پورې مربوطه ده . دوی ټولینیز واټن یافاصله نه مراعاتوي . هېوادوالو ته لازمه ده چې د دولت لارښوونو ته پاملرنه وکړي.
زمونږ هېوادوال باید په غیر ضروري ټولنو او غونډو کې لکه مېلمستیاوې ، ودونه ، فاتحې او نورو کې سره راټول نه شي .
د نبوي ارشاداتو په رڼا کې چېرته چې وبا خپره شوېده ، هغه خلک باید په خپلو کورونو او سیمو کې پاته شي او هغوی چې جوړ دي باید هغو سیمو ته چې هلته کورونا وبا خپره شوېده ، ورنه شي .
اوس چې هوا توده ده ، زمونږ متدین هېوادوال باید په سرخلاصو جوماتونو کې د فاصلې په مراعاتولو سره خپل لمونځونه ادا کړي .
دولتي مقامات باید د روغتونونو ستونزې حل کړي او که د نورو ناروغانو لپاره ځای کفایت نه کوي ، له ښوونځیو او نورو عام المنفعه ځایونو نه باید ګټه واخیستل شي .
دولت کولای شي د اکسیجن د تولید لپاره له پرمختللیو هېوادونونه د اکسیجن د تولید دستګاوې وارد کړي .
دولت باید د افغانانو د ژوند ژغورولو لپاره له ټولو ممکنو لارو او امکاناتو نه ګټه واخلي .
طالبان هم باید د خپلو هېوادوالو سره د لویو لارو پرانیستلو او روغتونونو ته د مریضانو د رسېدو په برخه کې هراړخیزې مرستې وکړي .
سلام
داسمه ده چې له یوه لاس ټک نه خیږی.ولس مسولیت لری چې دوبا ء یا کروناء په وړاندې سم تدابیرونیسی او کلکه مبارزه وکړی.شاهین سمو او مهمو ټکو ته ګوته نیولی ده.
ولس مسولیت لری چې دسولې په وخت کې هم دسولې فرهنګ ،دسیاست په وخت کې دسیاست معاملې، دجنګ اوجګړې په وخت کې دجنګ ستراتیژی، او دبهرنیو اړیکو په وخت نړیوالو سره د بهرنیو اړیکو نزاکت او اخلاق مراعات کړی د سالمو نیوکو لپاره توان او ظرفیت ولری دڅه لپاره؟ دهېوادعام المنفعه ګتو لپاره. دولس د ملی ګټو په خاطر د یوه فعاله اسلامی ملی یووالی او اتحاد پر بنسټ. هیڅوک ملی حاکمیت ګروګان نیولی نه شی او نه په زور چا حکومت کړی. ولس کې داکثریت خاموش ګناه څه ده او له دروغجن سیاست سره باید څه وکړی؟
ایله چی یوه ښه تبصره نشر شوه. پورته دواړو وروڼو هم شاهین صاحب او شریفزاد صاحب عجب حقیقت ته اشاره وکړه له یوه لاسه ټک نه حیږی، که زمو دملت شعور پوخ وای اوس به د وطن حالات دومره نه و خراب خو تر اوسه به ټوله ملامتی په حکومت اچول کیده، یو انتقاد په حکومت ډیر کلک وارد دی او هغه دا چی د مفسیدینو ټغر نشی ټولولای مفسدین زورواکان شروفساد ی لا اوس د سیاسیون په نوم مشهور کړل دا نو داسی ده لکه سود خور ته چی د جید فقهی نوم او مقام ورکړی. که دولت مفسدین او غاصبین کنترول کړی وای او ولس هم له حکومت سره په کلکه ولاړ وای اوس به حالت ډیره ښه و. نو هیله دا ده چی د پورته دووه نظرونو په تایید چی ولس هم باید په اوضاع کی خپل رغنده رول هیر نکړی سره متحد شو ډیر احترام والسلام
سلام
مشکل په تبصره کې نشته اوهمدارنګه لیکنه او نظر .اسلام او مذهب کې نشته مشکل زموږ سره ملګری دی ملامت مو ملامتی نه منی مسلمان مو ګناه او خطا. فاسد مو رښتیا او صداقت او همدارنګه سیاست وال مو بدلون او انعطاف نه منی.
ټولې نړۍ ته تیت شو اونړی موهم ولیدله چې نړیوال دخپلې خاورې لپاره څومره غم خوار دی موږ دمثلث په قاعده کې : مسلمان یوخو اتحاد نه لرو ، خپلواکی پالو خو خپلواک نه یو، ګډ تاریخ لرو خو بیا یو دبل پرضد تر ناتو پورې ورسېدو. زموږ هوښیاره ته راوښیه نورو هېوادونو داکتران ټولنه درملوی خپل مسلک کې لګیا دی زموږ داکتران د ناتو جاسوسان داکیږی دچرګ خبره که کلک یې نیسو هم چیغې وهی اوکه کرار یې نیسو هم. په بی ګناهو ټابه وهل خو اوس لا بل نرخ دی .لهذا سالمه تبصره دولس ،هېواد او سولې اوثبات په ګټه ده بل هېڅ ډول تمه نه شته ،نه وه او نه به وی . داردو غان په څېر هزینه او خرچه هم نه غواړو.
دسقو په وخت کې زمو سیمه او کلی ته نږدې تاڼې جوړې نه شوی خواوس دوه سری حکومت دغه کار بې له پوښتنې کړی چې ستر شرم او ننګ دی .