پنجشنبه, اکتوبر 3, 2024
Home+کرکټ: کراچۍ،کوېټې ته په ماتې ورکولو بل پړاو ته لار ومونده

کرکټ: کراچۍ،کوېټې ته په ماتې ورکولو بل پړاو ته لار ومونده

تاند ( شنبه، د جوزا ۲۹) د پي اېس اېل شپږم پړاو په ۲۹ مه لوبه کې کراچۍ کېنګز لوبډلې کوېټې ګلېډېټرز لوبډلې ته ماتې ورکړه او په روانو لوبو کې یې بل پړاو ته لاره ومونده.

په دې لوبه کې کراچۍ پچه وګټله او لومړی یې توپ وهنه وکړه.

کراچي کېنګز لوبډلې په ټاکلو شل اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۶ منډې وکړې او مقابلې لوبډلې ته یې د ۱۷۷ منډو هدف ورکړ.

دانش عزیز ۴۵، شرجیل ۴۶ او چیدویک والتن ۳۵ منډې وکړې.

په توپ اچونه کې بیا عارش علي خان ۴ لوبغاړي وسوځول.

کوېټه ګلېډېټرز لوبډلې ټاکل شوی هدف پوره نشو کړای.

یادې لوبډلې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو یواځې ۱۶۲ منډې وکړې او د ۱۴ منډو په توپير یې لوبه وبایلله.

سرفراز احمد ۵۱، جیک ویدرالډ ۲۵ او حسن خان ۲۴ منډې وکړې.

کراچۍ لپاره بیا محمد الیاس ۳ لوبغاړي وسوځول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب