Home+د افغانستان فوټبال ملي لوبډله نن شپه له هند سره لوبه لري

د افغانستان فوټبال ملي لوبډله نن شپه له هند سره لوبه لري

تاند ( سه شنبه، د جوزا ۲۵) د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله نن شپه د هند د فوټبال له ملي لوبډلې سره لوبه لري.

دا لوبه د افغانستان پر وخت شپږنیمې بجې پيلېږي.

افغان لوبډلې له دې وړاندې د عمان پر وړاندې لوبه ترسره کړه.

یاده لوبه عمان لوبډلې ۲ د ۱ په مقابل کې وګټله او افغان لوبډلې ته یې ماتې ورکړه.

له عمان وړاندې افغان لوبډلې له بنګله دېش لوبډلې سره لوبه ترسره کړه، چې هغه لوبه یو ـ یو مساوي پای ته ورسېده.

د یادونې ده، چې دا لوبې د فوټبال نړیوال جام او د اسیا د اتلولۍ جام ته د لارموندنې په موخه پیل شوي دي.

دغه راز په یوه بله لوبه کې بیا د افغانستان د فوټبال ښځینه لوبډلې په ستر توپير ۸ د ۰ په مقابل کې له ایران څخه ماتې وخوړه.

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله نن له عمان سره لوبه لري

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له مرحوم محمد هاشم میوندوال سره زما دوې خاطرې | زمری محقق

د میوندوال د شهادت د ۵۳ کال په مناسبت: لومړی خاطره (انتخابات ):   د مرحوم محمد هاشم میوند وال د انتخاباتو څځه زما یوه نه هیریدونکې...