ډاکتر محب الله زغم
تېر اوړی له دوو ملګرو او کورنیو سره د کاپیسا جمال اغه ته تللي وو. هورې مو د یوه ملګري کور او ښکلې باغچه وه. مېرمنې او ماشومان د باغچې په یوه څنډه کې د شفتالو او بادامو تر ونو لاندې چوتره کې کېناستل او نارینه د باغچې په بل سر کې. ښځو په خپل مجلس لګیا وې او موږ پخوانۍ خوږې خاطرې تېرولې چې د آسیې بوغارې راپورته شوې، پلار یې په منډو ورروان شو او ورپسې کوربه هم منډه واخیسته. (تفصبل)