دوشنبه, مې 13, 2024
Homeخبرونهیوه سړي د فرانسې ولسمشر په څپېړه وواهه

یوه سړي د فرانسې ولسمشر په څپېړه وواهه

تاند(سې شنبه، د جوزا ۱۸) په فرانسه کې یوه سړي نن د خپل هیواد ولسمشر ایمانویل مکرون ته کلکه څپېړه ورکړه.

مکرون د خپل هیواد په جنوب ختیځ کې یوه ښوونځي ته تللی و چې یو چا څپېړه ورکړه. د دې پېښې ویدیو ډېر ژر په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوه. د فرانسې د ولسمشرۍ دفتر تایید کړه چې په ټولنیزو رسنیو کې د ولسمشر مکرون د وهلو ویدیو حقیقت لري.

په ویدیو کې ولسمشر مکرون په داسې حال کې لیدل کېږي چې له فلزي کټارې دباندې له منتظرو خلکو سره روغبړ کوي او د هغوی له منځه یو سړی ښاغلي مکرون ته څپېړه ورکوي.

وروسته د ولسمشر ساتونکي بریدکوونکی ټېله کوي او ولسمشر له ګڼې ګوڼې باسي.

پولیسو د دې پېښې په تړاو دوه تنه نیولي خو تراوسه پورې څرګنده نه ده چې دغه سړي ولې مکرون ته څپېړه ورکړې ده.

ولسمشر مکرون هم تر دې دمه څه نه دي ویلي او د ښوونځي کتلو ته یې دوام ورکړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب