ليکوال: چاد ګرېلز / Chad Grills
ژباړه: عبدالحق سلامزوی
ځينې وايي چې په لاس ښه ليکل د ډاډمن ژوند او روغ ذهن او فکر کنجي ده. لومړی په لاس ليکل او بيا ډيجيټلي کول تر ټولو غوره لار ده. چې په خپله خوښه ليکنه وکړئ او بيا يې د ډېجيټلي خپراوي لپاره برخې انتخاب کړئ، نو هم به تکتيک زده کړئ او هم به مو د ليکلو ځواک ډېر شي.
يادونه: چې د ډيجيټلي خپراوي تابيا مو ونيوله، پر ځان بوج مه راولئ او هر څه خپلې مخې ته پرېږدئ. نومبر په بهر کې د ناول ليکلو مياشت ده. (NonoWriMo) نو که په کارونو کې هم بوخت ياست، ټوله مياشت ليک او لوست ته وخت لرئ.
ورځو د غوره ليکوالو اووه ځانګړتياوې لولو:
- غوره ليکوال د ځان رسولو لپاره خولې تويوي.
«که سترې ټولواکمنۍ ته مو زړه کېږي، پر ځان واکمن شئ.» (پابلېليوس سيروس)
دا دواړې خبرې شونې دي؛ که کار ته د ملا تړلو په خاطر تل الهام ته کېنئ، ومو بايلله او که پر ځان واکمن شوئ، څه ته مو چې زړه وي، وبه يې وکړئ. که مو ليکلو ته زړه کېږي، پر ځان واکمن شئ. هېڅوک له ځانه پوره نه دی؛ خو کوم ليکوال چې ورو ورو پر ځان واکمن شوي دي، ښه نوم یې ګټلی دی. شپه او ورځ يوه کړئ، خو تفرېح هم کوئ. په ياد مو وي چې داستايوفسکي له جوارۍ (قمار) لاس اخيستای نه شو.
- غوره ليکوال غوره کتابونه لولي.
زيات ولولئ. مطالعه په رښتيا مرسته کوي. هر څه چې مخته نيولای شئ، ويې لولئ. (ج.ک. رولېنګ)
دا ټوکې نه دي. که له ښو اومو توکيو ګټه وانهخلئ، نو څرنګه به ښه توليدات وکړئ؟ هر ښه کتاب چې موندلای شئ، ويې ولولئ او له بيابيا لوستلو يې مه وېرېږئ (آن هغه کتابونه چې په ماشومتوب کې مو ورسره جوړه وه). «نو که دا ښه کتاب وي، بل څوک به يې ولولي. زه تر اوسه د هغو شيانو په لوستلو نه شرمېږم او لولم يې چې په ماشومتوب کې مې خوښېدل.» (ج.ک.رولېنګ)
- غوره ليکوال په خپله تجربه کوي.
د مېچل کرېکټون کتابونه، فلمونه، سکرين پلې ګانې او ناتخيلي نثري ليکنې تر ده څو لسيزې مشرې وې. ډېر وخت چې د ده تخيلي ليکنې ګورم، ځينو فکرونو ته يې هکپک شم. په دې وروستيو کې مې چې د ده په خپل لاس ليکلې پېژندګلوي ولوسته، بېخي چټک پرمختګ يې کړی و.
کرېکټون په رښتيانۍ نړۍ کې د «خپلې تجربې» يوه غوره بېلګه ده. ده باور لاره چې ډيجيټلي شننې، معلوماتي سرچينې او رسنۍ د هغو تجربو مخه نيسي، چې له طبيعته يې اخيستای شو. کرېکټون چې هر تخيلي کتاب وپلوره، تر ۲۵۰ميليونه زياتې کاپۍ يې وپلورل شوې. دی هغو «خپلو تجربو» هڅولی و چې له رښتيانۍ نړۍ يې اخيستې وې . «په پای کې راته جوته شوه چې تر ګردو ارزښتمنه تجربه چې زه يې اخيستای شم، په خپله نېغ په نېغه تجربه ده. لوېديز انسان نظريو کلابند کړی؛ مفکورو او هر ډول معلوماتو بمبار کړی او د دې معلوماتو له شننې پرته ورته خپله نېغ په نېغه تجربه ستونزمنېږي او هم مو طبيعت چې د نېغ په نېغه بصيرت غوره سرچينه ده، په چټکۍ له سترګو پناه کېږي.» (مېچل کرېکټون)
په نويو پېښو او تجربو پسې سترګې واړوئ. بې له دې چې د خپل ځيرک موبايل، ملګرو يا بل چا د ډيجيټلي شننې پر مټ يې وګورئ، مخامخ يې تجربه کړئ. ځان په طبيعت کې ورک کړئ؛ نويو فکرونو ته به مو وهڅوي.
- وتلي ليکوال هره ورځ ليکل کوي.
د زياتو آثارو په څښتنو او پر هره ورځ ليکلو روږدو ليکوالو کې يو «سټېفن کېنګ» دی. تر څو چې هره ورځ ليکل ونه کړئ، مه يې بوله چې د سلګونو ناولونو ليکوال شئ.
«د ليکوالۍ شوقي راکېني، الهام يا نوي خيال ته په تمه وي او دا موږ غوندې خلک يوازې راپاڅي او کار ته ولاړ شي.» (سټېفن کېنګ)
- وتلي ليکوال د خپلو احساساتو له څرګندولو نه وېرېږي.
چې ژړا درشي، له ړندې سترګې هم اوښکې ځي. «چې د ليکوال په سترګو کې اوښکې رانغلې، د لوستونکي نه شي راوستلای. چې ليکوال هېښ نه شو، لوستونکي نه شي هېښولای.» (رابرټ فراسټ)
هر څه مو چې احساساتي کوي، ويې ليکئ. باور وکړئ، تاسې داسې خبرې ليکلای شئ، چې په خپله به مو وژړوي او دا مو په وس کې شته. باور مو راځي که نه چې په خپله ليکنه خپل ځان هکپکولای شئ او دا مو هم په وس پوره دي چې د هېښونې دا احساس په ليکنه کې لوستونکي ته ورسوئ.
- غوره ليکوال هغه څه ليکي چې ټولنه او کلتور ترې کرکه کوي.
« چې غواړئ کوم کتاب وليکئ، هرومرو يې وليکئ. که د زلمو له سويې ټيټ او ساده و، ماشومانو ته به يې وليکئ.» (ماډيليني لېګل)
کلتور په هغو احساسو سوږمه شخه نيسي چې له کلتور سره نه غاړه غړۍ کېږي. د ټولنې ډېرې چارې د مذهبي دودونو غوندې دي. چې داسې څه ليکئ، چې زيات خلک ناراموي، شاوخوا مو وګورئ. ليکوال چې غواړي د ټولنې له اصولو سره مخالف فکرونه وړاندې کړي، يوازينۍ خوندي او بېخنډه لار يې دا ده چې خپل فکر «د ماشومانو کيسو» ته ورته ساده کيسو کې وړاندې کړي.
- وتليو ليکوالو د ليکوالۍ رسمي زده کړې نه دي کړې.
«خيال بايد د اصولو په لومه کې ايسار نه شي او ايسارېږي هم نه.» (کامل پګليا)
کوم ليکوال چې تر ليکوالۍ مخکې زياتې «رسمي زدکړې» کوي، د ليکوالۍ په اړه هغه کتابونه سر تر پايه لولي چې د رسمي زدهکړو خاوندانو ليکلي. که ځان مو د رسمي زدهکړو په لاس کې وغورځاوه، د تمرين لومړی محدوديت مو پر ځان ولګاوه او هم مو خيال د اصولو بنديوان کړ.
غوره ليکوال خپل خيال په چوکاټو کې نه ايساروي. دوی په پوره غور او هوښيارۍ تمرين کوي. خو چې خپله ليکنه چاپوي او ټولنې ته يې وړاندې کوي، هله يې د چاپ او نه چاپ پرېکړه کوي. خو د دې مطلب دا نه دی چې دوی پټ فکرونه په جوتو او ښکاره کيسو کې نه پټوي.
پايله: غوره ليکوال:
- ځانونه رسوي.
- غوره او ښه کتابونه لولي.
- هره ورځ ليکل کوي.
- د احساساتو له څرګندولو نه وېرېږي.
- هغه څه ليکي چې ټولنه ترې کرکه کوي.
- رسمي زدهکړې نه لري.
[دا ليکنه له آره په انګرېزي ژبه په مېشن/ Mission وېبپاڼه کې خپره شوې ده.]