دوشنبه, مې 13, 2024
Homeمقالېخدا را! په مظلوم ملت باندې رحم وکړئ

خدا را! په مظلوم ملت باندې رحم وکړئ

ليکنه عبدالوحيد وحيد

حکومت يوازې د نندارې په ډول د ځوان نسل او د غرب د خوشحالولو لپاره د ښځو د حقونو  نوم واک ته د دوام ورکولو لپاره په سليقوي توګه کاروي چې پايله يې په يقيني توګه زمونږ د ټولنې په ارزښتونو باندې ملنډې او د افغانانو ترمنځ  بې باوري ته وده ورکول دي. طالبان که د توپک په زور وي او که مذاکراتو پايله وي، د حل يوازنى لاره ارګ ته ننوتل ګڼي. ولس مو په عمومي توګه د سولې لپاره ټولو اړخونو ته په عذرونو او زاريو ستړى شو، خو داسې څوک نلري چې غږ يې واوري.

د دواړو خواو ړانده مقلدین په خپلواکه توګه د قضاوت کولو وړتیا نلري. له سليقې سره سم ځينې د يوه لوري وحشتونه د مجبوریت، قانون د پلي کولو، د نظم جوړولو، د لاسته راوړنو د خوندي کولو په تله کې توجیه کوي او ځينې نور بيا د بل اړخ په ګټه کله د اشغال، کله د ګوډاګي اصطلاحاتو په کارولو د افغانانو د وينې تويلو ته مشروعیت لټوي.

د عام ولس په منځکې ډير ويښ خلک شتون لري چې په هېواد يې زړونه سوځي. د افغان د حقونو او د جګړو د ختمولو لپاره هر چاته لمن غوړوي د هر چا د کور دروازه  ټکوي، خو د جګړو اړوند اړخونه د هغوى غږ ته د دښمني رنګ ورکوي.

دوستانو! جګړه وبا ده. له دغې بلا سره سليقوي چلن مه کاروئ. د خپل هېواد اوسني وضعیت ته جدي او سنجول شوى فکر وکړئ. له جګړې څخه پرته له دې چې له عاملينو سره د اړيکو له نوعيت، خواخوږي او هر ډول انفعالي اغيزې يې وسنجوئ نفرت وکړئ. په جزئيانو باندي مه غږيږئ! د اشخاصو په پلوي سوله مه سبوتاژ کوئ. مونږ ته سوله تر اشخاصو ډيره مهمه ده. د جګړې د ختمولو او سولي لپاره د ملت له منځه اوچت زورور اغيزمن او متحد غږونه پورته کړئ. د جګړو مشران پوهيږي چې په حماسي او عقيدوي خبرو زمونږ  ولس په اسانه غوليږي. په ارګ کې ناست او واک ته رسيدلى هر شخص  دښمن ته د سولې لپاره ښه راغلاست وايي خو ښه مشران هغه دي چې د سولې ضمانت او نړيوالو ملاتړ په صورت کې د ارګ پريښودلو ته هم تيارى وښيئ.

جګړې که نن په هلمند کې بيګناه خلک د ماتم په ټغر کينول نو پرون يې په کابل، لوګر او سبا ته د هيواد په بله برخه کې ولس په اورونو کې سوځوي. د جګړو شوقيان شايد فکر کوي چې ګټه يې په جګړه کې ده او که کله يې هم توپک له اوږو ښکته شو بيا به يې ولس په ستوني کې ونيسي نو ځکه د جګړو د سپيڅلتيا سندرې وايي.

مګر هغوى شايد نه پوهېږي چې مونږ ځينې ملي ځانګړي دودونه لرو. دغه ملت د سولې د تړون په هکله خپله دنده مکلفیت او پولې پيژني. د جرګې پريکړو ته د درناوي نه کولو او تخطي په پايلو باندي پوهيږي، پريکړو ته د احترام هنر يې زده ده. له مصالحې وروسته د خپل ورور او زوى قاتل ته غيږ ورکوي، ښکلوي يې، بښي يې او دوستي ورسره کوي. راځه چې د دغه ملت له بلې ځانګړتیا دې خبر کړم هغه دا چې له سولې وروسته د دښمني پالل زمونږ په کلتور کې د بي غيرتي او بې همتي نښه ګڼل کېږي. ضرورت ديته ده چې د ملت هيلو او غوښتنو ته درنښت وشي.

اوسنى امنیتي او سیاسي وضعیت قطعاً د باور وړ نه ده. تهاجمي جګړو زور اخيستئ دى. هدفي وژنې زياتې شوې دي، سياسي څهرې، کدرونه مطرح شخصيتونه او داسې هر هغه شخص يا اشخاص چې کوم تريبيون ته د لاسرسي له لارې خپل غږ ولس ته رسولاى شي هدف ګرزي. د امنيتي پوستو او ولسوالیو سقوط د هرې ورځې تازه خبر وي،  د امنیتي ځواکونو په ليکو کې د نارضايتي کچه په لوړيدو ده او د حکومت پنځوس سلنه شريک د نظام د سقوط خبره نه ردوي.
خو مونږ اوس هم ويده يو. د سختو عواقبو کچه نشو اټکلولاى.

تعجب ده چې په ارګ کې حاکمه ډله د واک د خوندیتوب لپاره پردي بچيان د قرباني ډګر ته استوي.  د مصنوعي رهبريت فابريکه يې پرانستله. طالبانو ته  په حقایقو باندې د ولاړو وړانديزونو پرځاى ګواښونه کوي چې که سوله ونکړي نو سخت به وځپل شي او امنيتي ځواکونو ته امر کوي چې مخالفین سخت وځپي. سياسي او ديني ډلې ګواښي چې له حکومت څخه کورکورانه پلوي وکړي. که مخالفین په وژلو ځپل کيداى نو دلته ډيرو پرديو له توپونو ټانکونو او په معاصرې تيکنالوژي سمبال الوتکو سره شتون درلوده، جکړه يې وکړه، وژل يې وکړل، په لسګونو زره ټنه بمونه يې وورول خو مخالفین يې ونشو ځپلاى، نو موجوده حکومت د کوم منطق او استدلال له مخې اټکل کوي چي د افغانستان اوسنى په پرديو تيلو، پرديو مرميو او پرديو لګښتونو چليدونکى جنګي ماشين به  دغه جګړه مهار کړي.

طالبان د خپلو ځانګړو دلائلو او له ديني احکامو څخه د تعبيرونو پربنسټ  په افغانانو باندې خپله خبره منل شرعي امر ګڼي. په دغه هکله په هيواد کې د ننه د هغو ديني علماو چې د هغوى له فکري دريز سره مخالفت لري او د اسلامي هېوادونو له هيڅ ډلې سره مناظرې ته تيارى نه لري. ټول ورته د کفر لاسپوڅي ښکاريږي. د تيرو جګړو ناورينونو فاجعو زيانونو ناکاميو او خپل ولس غوښتنو ته غوږ نه نيسي د سياسي وضعیت او حساسیتونو په هکله کره کتنه او بيا ارزونه نه کوي. امريکا او ناتو مات شوي ګڼي او واک ترلاسه کول اخري هدف ورته ښکاري. که خبره را لنډوو نو دواړه لوري د قضیې حل ته ژمنتیا نلري.

جګړو او ناخوالو له افغانانو څخه د زغم ماده ختمه کړي ده. په وروستيو کې د سلګونه ديني عالمانو هدفي وژنې يې ښه بيلګه ده. له ديني عالمانو څخه دواړه اړخونه بيځايه غوښتنې او د دواړو اړخونو لخوا تهديديږي . په ځانګړې توګه له علماو څخه د ارګ غوښتنې خورا لوړې په هيڅ ډول د توجیه وړ نه دي.

له ولسمشر غني او طالبانو څخه غواړو چې؛
خدا را!
په دغه مظلوم او مجبور ولس باندې رحم وکړئ. په خپلو رويو، چلنونو او دريزونو باندې  بيا غور وکړئ. ولس مو عملاً پردى کړى دى. سياسي اجماع مو دړې وړې کړه. په واک باندې د تمرکز پرځاى سولې ته لومړيتوب ورکړئ. که يو اړخ د بل او بل د بل حذفولو هڅه کوي نو اخر به کيسه ترکومه ځايه پورې رسيږي؟ نن دغه مظلوم ملت او دغه کنډواله شوى هيواد ستاسو ايماني فراست، ملي احساس، ژورو ارزونو، د حساسيتونو د درک کولو احساس ته سخته اړتیا لري.

په شعارونو او غونډو ستونځه نه حل کيږي د احمد شاه بابا تلين لمانځل د بابا عزت نه ده. بابا د دهلي تخت د خپلې خاورې په عشق کې پريښوده خو که دلته سخته ورځ راتله بيا به دغه په لوړو پوستونو ناست د پيو مجنونان نه وينو.

ايا تاسو کله هم فکر کړى دى چې په وروستیو کې په مرموز ډول ستاسو هيواد ته د وسلو را استولو لړئ له کوم هېواد څخه سرچینه اخلي؟ څوک يې ويشي، څومره وسله ويشل شوي ده او د څه لپاره يې ويشي؟ ستاسو د واک عشق به دغه هېواد ته فاجعې راوړي. نه به واک درته پاتې شي او نه به هم په نيک نوم ياد شئ.

واورئ! داسې ښکاري چې دلته خورا پيچلي دسيسې او ستره استخباراتي لوبه دوام لري، خو تاسو  ورته سطحي فکر کوئ. که په سنګر کې ناست پټ او ښکاره دښمن د نوييمې لسيزې په شان په بل ناورين کې د هيواد د ښکيل کولو هڅه وکړي، تاسو يې يقيناً له دروند مسئوليت څخه ځان ته برائت نشئ ورکولاى.

هېواد په جګړو نه، د يو بل منلو، د غوږ نيولو او له دښمن سره د ګډ کارکولو چل او هنر زده کولو باندي جوړيږي. داسې فکر مه کوئ چې که تاسو په ارګ کې حاکم نه ياست، نو نظام دې هم ړنګ وي او هيواد دې له بلې تباهي سره مخ وي. لږ پراخه فکر وکړئ لږ ژور نظر واچوئ او لږ روان حالات وارزوئ!مونږ تيرو ګډوډيو ويرولي ځپلي او کړولي يو. نه غواړو له واک سره ستاسو عشق، هوا او هوس مو يو ځل بيا د نوييمې لسيزې له سرنوشت سره مخ کړي.

په درنښت، عبدالوحيد وحيد، کابل افغانستان

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب