جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+سرېلانکا هم د شل اوره نړیوال جام کوربه توب ته چمتووالی وښود

سرېلانکا هم د شل اوره نړیوال جام کوربه توب ته چمتووالی وښود

تاند ( سه شنبه، د جوزا ۱۸) سرېلانکا وروسته له هغې د ۲۰۲۱ شل اوره نړیوال جام لوبو کوربه توب ته چمتووالی وښود، چې په هند کې د کورونا د درېيمې څپې وېره لاهم خپره ده.

په هند کې د کورونا تازه څپې د هند غوره لیګ هم له ځنډ سره مخ کړی او همدا لامل وو چې په دې تړاو د کرکټ نړيوالې شورا اندېښنې راپورته شوې.

څه موده وړاندې د هند کرکټ ادارې د کرکټ له نړيوالې شورا څخه د يوې مياشتې وخت غوښتنه وکړه، چې د نړيوال جام د کوربه توب په اړه هم پرېکړه وکړي.

په لومړیو کې هند دوه سیمې په د لوبو لپاره ټاکلې وې،چې يوه يې متحده عربي امارات او بل عمان هېواد وو.

خو اوس تازه د کرکټ نړيوالې شورا ویلي، چې ښايي د ۲۰۲۱ کال شل اوريز نړيوال جام د هند پر ځای په اماراتو او د منځني ختيځ په نورو سيمو کې ترسره شي.

سرېلانکا د هند له لوري درېیم  انتخاب دی، چې له اماراتو او عمان څخه وروسته يې په نظر کې لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب