Homeخبرونهبدخشان کې ۲۷ لاریون کوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې

بدخشان کې ۲۷ لاریون کوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې

تاند ( سه شنبه، د جوزا ۱۸) په بدخشان ولایت کې پيل شوی ولسي لاریون په تاوتریخوالي اوښتی.

ځایي سرچینې وایي، چې د برېښنا او د څښاک اوبو د نشتوالي له امله پيل شوی لاریون په تاوتریخوالي اوښتی دی.

لاریونوال وایي، چې  چې دوی د سیمه ییز حکومت له وسله وال غبرګون سره مخ شوي دي.

د دوی په خبره، پولیسو د والي په سپارښتنه پر لاریون کوونکو ډزې کړي، چې په پایله کې یې ۳ تنه وژل شوي او ۲۴ نور ټپیان دي.

په ورته وخت کې د دغه ولایت د ولایتي روغتون مشر ډاکتر شفیق همدرد بیا وایي،چې تر اوسه پورې ۲۴ ټپيان او دوه جسدونه روغتون ته ور وړل شوي دي.

بل لورته د بدخشان د والي ویاند د ډزو خبر رد کړی دی.

د والي ویاند نېک محمد نظري وایي، لاریون کوونکو د دې ولایت د مستوفیت ودانۍ ته اور ورته کړی او دوی هڅه کوي څو اور مهار کړي.

1 COMMENT

  1. داخو سم وراکاري طالب ډوله مظاهره چیان دي . د دولتي ودانیو سوځول جرم دی ، مرتکبین یې باید سخته سزا وویني .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...