Homeخبرونهسرحدي ځواکونو پکتیا کې یو پاکستانی طالب ژوندی نیولی

سرحدي ځواکونو پکتیا کې یو پاکستانی طالب ژوندی نیولی

تاند (سه شنبه د جوزا ۱۸مه) افغان سرحدي ځواکونو تېره ورځ په پکتیا ولایت کې یو پاکستانی طالب ژوندی نیولی دی.

له ۲۰۳ تندر قول اردو څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د دوهمې سرحدي لوا منسوبینو د پکتیا ولایت د ډنډې پټان ولسوالي په “مقبلو دره” کې یو طالب چې عظیم اختر نومېږي او د هغې غاړې د مانسهرې اوسېدونکی دی نیولی دی.

د نیول شوي طالب شناختي کارت

د سرچینې د مالوماتو له مخې، نوموړی په اردو ژبه خبرې کوي او په خپل اعتراف کې یې ویلي چې شپږ‌ کاله یې پاکستان کې تروریستي زده کړې ترلاسه کړې دي.

سرچینې د نیول شوي کس له قوله لیکلي چې له افغان ځواکونو سره د جګړې او دلته د وران کاره فعالیتونو لپاره د یوې ۱۶ کسېزې ډلې په ترکیب کې را استول شوی دی.

سرچینې د نیول شوي کس له قوله لیکلي چې له افغان ځواکونو سره د جګړې او دلته د وران کاره فعالیتونو لپاره د یوې ۱۶ کسېزې ډلې په ترکیب کې را استول شوی دی.

که څه هم پاکستاني حکومت په ښکاره ډول تر اوسه نه ده منلې چې دغه ډول ترهګر د دوی په خاوره کې روزل کیږي او بیا د جګړې لپاره افغانستان ته یې رالیږلي؛ خو له دې وړاندې هم سلګونه ځله ګڼ شمېر پاکستاني وګړي او حتی د پوځ او ملیشه سرتیري یې له افغان ځواکونو سره په مخامخ جګړه کې وژل شوي او یا هم ژوندي نیول شوي دي.

په کور دننه د افغان سیاسيونو او حکومتي چارواکو ښکاره نظر بیا دا دی، چې پاکستان د ترهګرو او جګړه مارو د روزلو ښکاره ځاله ده او لرې نه ده چې د یاد هېواد دا ډول پالیسي به ډیر ژر د ده لپاره په یو لوی سرخوږي بدله شي.

1 COMMENT

  1. د افغان نضامی ځواک بد کوي چې پاکستانی نیسی او اعلانوی یې! دا ځکه چې پاکستان سره زرګونه افغانان په پټو زندانونو کې پراته دي او یا یې د پښتونخوا پښتنو غوندې ترۍ تم کوي! دا پاکستانی جاسوس به هم د را تلونکي دولت د شریکانو(طالبانو) له خوا او یا هم د ښو نیتونو په نامه بیرته ای اس ای ته تسلیم شي ! دا جاسوسان د ای اس ای رسمی اجنټان دي! یا تری تم کړئ او یا پټ وساتئ!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...