جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeروغتیاد خېټې د وازګې د کمولو لار

د خېټې د وازګې د کمولو لار

تاند –  روغتیا پوهان وایي، دوی د ځینو څېړنو په ترڅ کې د بدن د مختلفو برخو د غوړو (وازگو) د ویلې کولو او له منځه وړلو نوې لارې چارې څیړلي دي.

په دغه څیړنه کې چې د هپاتولوژي په ژورنال کې خپره شوې د بدن د غوړو کمول په ځانگړې توگه د ځیگر او پانقراس شاوخوا وازگو په کمولو د لږ قندي موادو لرونکو خواړو او بدني تمرینونو اثر ارزول شوی دی.

پوهانو په (MRI) ماشینونو باندې د ٢٧٨ چاغو گډون کوونکو د بدن د غوړو اندازه له څیړنې له پیل دمخه او د ١٨ میاشتو په ترڅ کې څیړلې ده.

د معلوماتو له مخې، په دغه موده کې د څیړنې گډون کوونکو ته د قندي موادو نه لرونکي خواړه یا مدیترانه یي غذا ورکول کېده.

مدیترانه یي خواړه چې تر زیاتې اندازې په ایټالیا، هسپانیا او یونان کې رواج لري، په کې د زیتون غوړي، حبوبات، مغزیات، سبزیجات او د ماهي غوښې شاملې دي.

څیړونکي په دې پوه شوي چې مدیترانه یي غذاگانې لږ قندي مواد لري د ځیگر، زړه او پانقراس شاوخوا وازگو پر کمولو باندې ښه اثر لري.

د څیړونکو په اند سربیره پر دې د دغو خوراکونو سره جوخت په فزیکي تمرینونو او بدني فعالیت سره د انسان د بطن دننه او بالاخره د خیټې شاوخوا غوړ نور هم راکمیږي.

د دوی په وینا، د دې څیړنې نورې موندنې د نورو څیړنو د نتیجو په تائید خبرداری ورکوي چې د ځیگر او پانقراس شاوخوا غوړ ډېر خطرناک دي او کیدای شي د زړه، رگونو او شکرې ناروغۍ د اخته کیدو سبب کیږي.

د کب په غوښه، مغزیاتو، زیتون غوړیو، حبوباتو او سبزیو کې د شحمي تیزابونو شتون د مدیترانه یي خواړو نورې گټې دي چې دغې څیړنې په ډاگه کړي.

څیړونکو ټینگار کړی دی چې د بدن او په ځانگړې توگه د خیټې د غوړو د له منځه وړلو لپاره د غذایي رژیم څخه په بشپړه توگه د شکرې او غوړو لرې کول سم کار نه دی؛ مګر قندي مواد او گټور غوړ چې په مدیترانه یي خوراکونو کې شته باید انډول یې وساتل شي او په ورځنیو خوړو کې شامل کړای شي.

تر دې وړاندې یوې بلې څیړنې ثابته کړې وه چې مدیترانه یي غذایي رژیم د دماغ ښه سلامتیا تضمینوي او هغوی چې له دغه غذایي رژیم نه کار اخلي په ځانگړې توگه پوخ عمره خلک په کمه کچه د الزایمر او عقلي زوال په څیر په شناختي اختلالونو اخته کیږي.

همداشان یوې بلې څیړنې موندلې چې مدیترانه یي غذایي رژیم د زړه حملې، سکتې او د قلبي ناروغیو له وجې مړینې ٣٠ فیصده راکموي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب